سټوکس او بومرا د ټسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کي پرمختګ کړی.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه : عبدالله عادل
د ایشیز په دریمه ټسټ لوبه کي د انګلنډي الراونډر بین سټوکس تاریخي او ښې توپ وهني هغه د ټسټ لوبو د توپ وهونکو او الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کي د خپل لوبیز ژوند تر ټولو غوره مقامو ته رسولی.
سټوکس د اسټرالیا خلاف په ټسټ لوبه کي مهمي او نه ماتېدونکي ۱۳۵ منډي جوړي کړې چي په مټ یې انګلنډ په یوه ویکټ بریا خپله کړه.
د ټسټ لوبو د توپ وهونکو په نړیواله درجه بندۍ کي هغه دیارلسم مقام خپل کړی او د هغه مخکنی غوره ځای نولسم وو چي هغه یې هم دوه کاله وړاندي خپل کړی وو.
۲۸ کلن سټوکس همدارنګه په ټسټ لوبه کي څلور ویکټي ترلاسه کړې چي د ټسټ لوبو د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کي یې دوهم ځای خپل کړی او یوازي ۲۲ نمرې تر ویسټ انډیزي الراونډر جیسن هولډر شاته دی.

د سټوکس د لوبډلي لوبغاړو جیو روټ او جوفرا ارچر هم تر لوبي وروسته په نړیواله درجه بندۍ کي پرمختګ کړی.روټ چي د هدف پوره کولو پر مهال یې ۷۷ منډي جوړي کړې دوه قدمه وړاندي تللی او دا مهال اووم غوره توپ وهونکی سوی. بل طرف ددې لوبډلي چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر تر خپلي دوهمي نړیوالي ټسټ لوبي وروسته ۴۳م ځای خپل کړی ، ارچر لوبه کي اته ویکټي ترلاسه کړې.
د هند لوبډلي چټک توپ اچونکی جسپریت بومرا څوک چي لا له وړاندي د یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په نړیواله درجه بندۍ کي لومړی مقام له ځان سره لري ، د لومړي ځل لپاره د ټسټ لوبو په غوره لس توپ اچونکو کي شامل سوی د هند لوبډلي دغه لوبغاړي د ویسټ انډيز خلاف د ټسټ لوبي په دوهم انننګز کي د اوو منډو په مقابل کي پنځه ویکټي ترلاسه کړې چي په دې سره یې د ټسټ توپ اچونکو په نړیواله درجه بندۍ کي اووم مقام خپل کړی.
د ویسټ انډيز توپ اچونکي کیمار روچ چاچي په همدغه لوبه کي پنځه ویکټي ترلاسه کړې تر بومرا وروسته اتم ځای خپل کړی.
د سریلانکا او نیوزیلنډ تر ټسټ لوبي وروسته (اګسټ ۲۶) نیوزیلنډي توپ وهونکي ټوم لتم او سریلانکايي توپ وهونکي دیموت کرونرتني هم پدغه درجه بندۍ کي پرمختګ کړی . لتم د دواړو لوبډلو تر منځ د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو او پدې سره د لسو غوره توپ وهونکو کتار ته داخل سوی او اتم ځای یې خپل کړی او د سریلانکا لوبډلي لوبډلمشر د بل طرفه څخه شپږم مقام خپل کړی.
د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د ټسټ لوبو په نوې اعلان سوې درجه بندي کي لس غوره توپ وهونکي.
لومړی : هندی ویرات کوهلی
دوهم : انګلنډی سټیوین سمیت
دریم : نیوزیلنډی کین ویلیمسن
څلورم: هندی چیتیشور پوجارا
پنځم : نیوزیلنډی هینري نیکولس
شپږم : سریلانکايي دیموت کرونارتني
اووم : انګلندي جیو روټ
اتم : نیوزیلنډي ټوم لتم
نهم : افریقايي ایډن مرکرم
لسم : افریقايي کیونټون ډیکوک
د ټسټ لوبو لس غوره توپ اچونکي :
لومړی : اسټرالیايي پټ کمینس
دوهم : افریقايي کګیسو رباډا
دریم : انګلنډی جیمز انډرسن
څلورم : افریقايي ویرون پیلندر
پنځم : نیوزیلنډی ټرینټ بولټ
شپږم : نیوزیلنډی نیل وارګنر
اووم : هندی جسپریت بومرا
اتم : ویسټ انډیزی کیمار روچ
نهم : پاکستانی محمد عباس
لسم : هندی رویندرا جدیجا