څنګه یوه کوچنۍ سوداګري پیل کړو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل  
په دې ځای کې د یوې بریالۍ سوداګرۍ د پیل لپاره، پر بنسټیزو ګامونو باندې د مرور لپاره لسو ټکو ته اشاره شوې ده.
الهام واخلئ
ټولې سوداګرۍ د پیل لپاره یو ګډ ټکی او یوه آیډیا لري. د یوې سوداګرۍ د پیل لپاره لومړنی ګام د یوې آیډیا لرل دي.
څېړنه وکړئ
کله چې آیډیا مو پیدا کړه، نو د دې وخت را رسېدلی دی، چې هغې ته له واقعیت سره سمون ورکړئ. د یوې سوداګرۍ د بریالۍ اوسېدو لپاره، باید دا کار وکړای شي، لږ تر لږه په ټولنه کې یوه ستونزه حل یا یوه اړتیا پوره کړي. د دې موضوع د ارزونې لپاره ځینې لارې چارې شتون لري، د بېلګې په توګه: څېړنه، ډله ایزې ارزونې او حتا تجربې او تېروتنې.
پروګرام جوړ کړئ
تاسو د خپلې سوداګرۍ د ټینګښت او تحقق لپاره، پروګرام جوړونې ته اړتیا لرئ. یو ساده او آسانه سوداګریز پروګرام، تاسو ته د هغه څه په اړه چې غواړئ ور ورسېږئ، یو روښانه لیدلوری او هغه ته د رسېدو لپاره پروګرام درکوي. په ټوله کې باید ستاسو په سوداګریز پروګرام کې سوداګریزې موخې او د هر یوې موخې تر شا انګېزه شامله وي.
مالي پروګرام ولرئ
د یوې کوچنۍ سوداګرۍ پیل ډېرو مالي سر چینو ته اړتیا نه لري، خو یوه اندازه لومړنۍ پانګه غواړي. د یوې سوداګرۍ د پیلولو لپاره، د پانګې د موندنې لپاره بې شمېره لارې شتون لري، لکه: د پور اخیستل.
یو جوړښت وټاکئ
ستاسو کوچنۍ سوداګري کولای شي، یو فرد له یوه شریک سره او یا یو کوچنی شرکت واوسي.
نوم یې وټاکئ  
ستاسو د سوداګرۍ نوم، د سوداګرۍ په هره برخه کې مهم رول لري، نو له دې امله باید ورته مناسب نوم غوره کړئ.
جوازونه واخلئ
د کار یا یوه شرکت د پیل لپاره، په هره سیمه کې ځانګړي قوانین شتون لري او ځینې جوازونو ته اړتیا ده. د خپلې سوداګرۍ ډول او هغې سیمې ته په پام سره، په کومه کې چې یاست، دا جوازونه واخلئ.
د شرکت ځای مشخص کړئ
د خپلې سوداګرۍ لپاره، د یوه ځای په پام کې نیول، ډېر مهم او اړین دي. دا ځای کولای شي، اداره، کور، یو خصوصي یا ګډ دفتر او یا یو اجاره شوی ځای وي.
د حسابدارۍ سیستم وټاکئ
کوچنۍ سوداګرۍ، د پوست کالي ( سافټویر ) سیستم په لرلو سره به بریالۍ کړنې ترسره کړي. ستاسو د سوداګرۍ لپاره یو له مهمو سیستمونو څخه د حسابدارۍ سیستم دی.
خپلې سوداګرۍ ته وده او پرمختګ ورکړئ
کله چې ستاسو سوداګري پیل شوه، نو د ډېرو مشتریانو را جلبولو ته اړتیا لرئ. تر شوني بریده، د خپل ځان لپاره د بازار موندنې نوې آیډیاوې ولرئ، ترڅو وکولای شئ، په غوره او اغېزمنه توګه خپل کار ته دوام ورکړئ.