لیکنه: عبدالله عادل
د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي ویلي چي په وروستیو کلنو کي ټسټ کرکټ د سېالۍ وړ ګرځېدلی او نړیوالي ټسټ اتلولۍ به هم ننګونکي واوسي ، نوموړي یادي خبري د ډبلیو ای پي اې (WIPA) ایوارډونو د ورکړي په شپه کړي.
ویرات ویلي چي د نړیوالي شورا په دغه ټسټ اتلولیو کي به هره ټسټ لوبډله و نورو نهو لوبډلو ته ډېره مهمه وي چي وروسته به دوې لوبډلي په ۲۰۲۱ کال کي پایلوبه ترسره کوي.
نړیوالي ټسټ اتلولۍ لا له وړاندي د انګلنډ او اسټرالیا لوبډلو تر منځ په لوبي سره پيل سوي دي او سرلانکا بیا د یادو سېالیو په لړ کي له نیوزیلنډ سره دوې ټسټ سېالۍ ترسره کوي همدارنګه د هند لوبه بیا د اګسټ پر ۲۲مه د کوربه ویسټ انډيز پر وړاندي ترسره کیږي .
د هند لوبډلي لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي ویرات کوهلي ویلي:
”دا لوبي به نوري هم مقابلوي و اوسي او دا ټسټ کرکټ ته نور هدفونه هم منځته راوړي . دا پر ځای اقدام دی او په حقیقت کي پر صحي وخت باندي هم دی.خلګ د ټسټ کرکټ په اړه خبري کوي . زما لپاره سېالۍ په تېرو دوو کلنو کي دوه ګوني سوي دي.دا په لوبغاړي پوري اړه لري چي چېلنج واخلي او د بریاوو لپاره مخته ولاړ سي ، او دا به د ټسټ اتلولیو یو جوهر هم واوسي.هلته به سختي او خسته کوونکي مساوي لوبي واوسي او همدارنګه په زړه پوري مساوي لوبي ځکه چي هر لوبډله اضافي نمرې غواړي. “
د کوهلي د خبرو څخه دا څرګندیږي چي توپ وهونکو خپل معیار ژوندی ندئ ساتلی او د ټسټ اتلولۍ به خورا ننګونکي واوسي.
کوهلي ویلي:
”که زه په رښتیا سره ووایم ، فکر نه کوم چي توپ وهونکو خپل معیار ژوندی ساتلی . موږ په تېر یوه یا نیم کال کي ډېر سفرونه کړي او دا به ننګونه وي. موږ په انګلنډ کي ماته وخوړه خو په اسټرالیا کي مو وګټل ځکه توپ وهونکو هڅه وکړه . هر څومره چي انفرادي دریځ وي ، زه فکر کوم دا د لوبډلي په ښې توپ وهني پوري اړه لري او هره لوبډله غواړي چي یو قوي هدف د توپ اچونکو په وړاندي کښېږدي چي د ښو منډو سره مخته ولاړه سي. “
د ویسټ انډيز لوبډلي لوبډلمشر جیسن هولډر د خپلي لوبډلي د قوي چټکي توپ اچوني او په تیرو څو کلنو کي د چټکو توپ اچونکو د پرمختګ په اړه خبري کړي . هولډر هیله ښودلې چي لوبډله به یې د ۲۰۱۹ کال د فبروري میاشتي کارنامه بیا تکرار کړي چیري چي ویسټ انډیز لوبلړۍ ۲ــ۱ ګټلی وه:
”زه فکر کوم په تیرو دوو یا دریو کلنو کي زموږ چټکو توپ اچونکو موږ مخته وړي یو ، دوی هر هغه څه چي ما یې غوښتنه کړې ترسره کړي ، کیمار روچ او شانون ګبریل هغه توپ اچونکي دي چي زموږ د چټکي توپ اچوني حمله رهبري کوي او دا ددوی لپاره فقط یوه ستونزه ده چي همداسي په جذبه کي او ورسره فیټ پاته سي ، زه فکر کوم چي دوی نورو توپ اچونکو ته یو ښه مثال ایښی چی هغوی یې باید تعقیب کړي. “
کوهلي دا درک کوي چي توپ اچوني پرمختګ کړی دا نه یوازي د ویسټ انډیز بلکي د نړیوال کرکټ د ټولو لوبډلو توپ اچونه ښه سوې.
په دې اړه کوهلي ويلي:
”توپ اچونکي په رښتیا سره خپل حد ته رسېدلي . لکه څرنګه چي هولډر اشاره وکړه ددوی توپ اچونه د نورو په څېر په کور کي خطرناکه ده ، نو موږ پوهېږو چي په سره توپ کرکټ کي د یوې غټي ننګوني سره مخ یو . زه فکر کوم توپ وهونکو ته به د تل په څېر ټسټ کرکټ سخت وي خو اوس به نړیوالي ټسټ اتلولۍ لا هم سختي واوسي ځکه چي د هري لوبډلي پرېکړه به حساب کیږي.