محمد شهزاد د پاسپورټ څيرولو اوازاې په ثبوت سره رد کړې!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
محمدشهزاد محمدي دومره په تنګ راغلی چي اوس يې په يوې ويډيويي پيغام کي خپل پاسپورټ په ښودلو سره ويلي چي پاسپورټ يې ندی څيرلی.
شهزاد وايي هرڅوک چي په ده پسې منفي تبليغات کوي دا ظلم دی او هغوی نه خپل پرعزت دي او نه هم د بل.
په شهزاد محمدي پسې څو تنو فيسبوکي فعالانو تور پوري کړی وو چي د کريکټ څخه تر يو کلن بنديز وروسته نوموړي خپل پاسپورټ څيرلی او د کريکټ سره د خدای په اماني خبر يې ورکړی.
images 292274028057873873188. محمد شهزاد د پاسپورټ څيرولو اوازاې په ثبوت سره رد کړې!
خو شهزاد دا هرڅه رد کړه او وايي کريکټ مي ندی پريښی او له هغو خلکو څخه چي د ولس اذهان خرابوي غوښتنه يې کړې چي ورپسې بې ثبوته او غير منطقي خبري ونکړي.
محمد شهزاد څو اونۍ وړاندي د پيښور د کريکټ په يوې اکاډمۍ کي ليدل سوی وو ، افغان کريکټ بورډ ورسره قرارداد وځنډوی او وروسته يې د يوکال لپاره د هرډول کريکټ څخه محرومه کړ.
لاندي ويډيو وګورئ.