نړیوال جام او آسیا ملتونو جام غوراوي لوبو ته ملي لوبډله اعلان سوه.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان فوټبال فدارسیون د فوټبال نړیوال جام او آسیا ملتونو جام د غوراوي پړاو لوبو ته ملي لوبډله اعلان کړه.
د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ میلادي کال کي د قطر په هیواد کي او د آسیا ملتونو جام په ۲۰۲۳ م کال کي د چین هیواد په کوربتوب ترسره کیږي.
په دې سفر کي د ملي لوبډلي لوبډلمشر فرشاد نور ټاکل سوئ دئ.
د افغان فوټبال ملي لوبډلي نوملړ:
ګول ساتوونکي: اویس عزیزی، فیصل حمیدی، حلال حسینی
لوبغاړي: میلاد انتظار، حسن امین، ذوالفقار نظری، هارون امیری، فرزاد عطایی، هوشنگ نورعلی، شریف محمد، نجیم حیدری، عمران حیدری، نورالله امیری، آدم نجم، یارمحمد ذکرخیل، امید پوپلزی، عباسین علی خیل، نعیم رحیمی، فیصل شایسته، نور حسین، جبار شرزه او زبیر امیری.
افغان فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام او آسیا ملتونو جام غوراوي لوبو لپاره په سیپټمبر میاشت کي د قطر او بنګله دېش ملي لوبډلو پر وړاندي ولوبیږي، خو په خپل ګروپ کي د هند او عمان هیوادونو سره هم د غوراوي پړاو لوبي لري.
د آسیا ملتونو جام لپاره په غوراوي پړاو کي ۴۰ لوبډلي یو دبل پر وړاندي سره لوبیږي، چي ۱۶ غوره لوبډلي به دې جام ته لاره پیدا کړي.