خوښ او سوکاله ژوند ته د رسيدو څو لارې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: آلما افغان
په ژوند کې هر انسان په ځینو مصیبتونو او ځورونو اخته وې، خو موږ باید پوه شو چې څنګه کولای شو د ژوند په اوږدو کې ځان ته د خوشحالۍ، ارامۍ او سولې لار ومومو.
ځینې وخت موږ ښه مال او شتمني هم لرو، خو زړه مو بیا هم تنګ وي، لکه کله چې موږ ښه وظیفه لرو، اما زړه مو په کې تنګ وي. د همداسې حالت د بدلون لپاره دا څو لارې وکاروئ:
۱- بهر ته لاړ شئ او د نړۍ ښکلا وګورئ
موږ خوشبخته یوو چې په یوه ښایسته نړۍ کې اوسیو، موږ باید د کوره بهر وګرځو او تازه هوا تنفس کړو، دا چاره هم زموږ د ذهن د ارامتیا او هم د عضلاتو لپاره ګټوره ده.
مصیبت ډیر لږ دی خو کله چې موږ شا او خوا بې شمیره ښکلاو ته ځیر شو او ساه واخلو.
که چیرته یو څو دقیقې له کوره او کاره بهر یا نورو هیوادونو کې د سیاحت او ساعترۍ په موخه تیرې کړو، تازه کیدای شو او ښه احساس هم ترلاسه کولی شو. که تاسو د سمندر سره نږدې ژوند کوۍ ځینې وختونه د څپو آواز اوریدو ته غوږ ونیسئ، ځکه د څپو غږ او خوځیدل يې روح ته تسلیت دی. په ټوله کې که هر ځای یاست، کوښښ وکړئ چې هغه ځای ته ولاړ شئ په کوم ځای کې چې ارام ترلاسه کولی شئ.
۲- دعا وغواړئ
خدای(ج) زموږ دعا قبلوي. هغه غواړي موږ له هغه سره خبرې وکړو. زموږ غمونه به په دعا سره لږ شې. موږ پوهیږو چې خدای(ج) پوهیږي چې موږ څه ته اړتیا لرو، خو موږ هم که اړتیا لرو، باید له خدایه یې وغواړو، څو زموږ دعاګانې قبولې کړي.
له خدای سره زموږ خبرې همدا دي چې احکام یې پر ځای کړو، عبادت ورته وکړو او عملي یې کړو.
۳- ټولنیز خوی ولرئ.
هغوی چې ټولنیز خوی لري او له خلکو سره نیکې رابطې ساتي، تل د خوښۍ او نیمکمرغۍ احساس کوي. ځکه له چا سره ستونزه یا له څه شي سره مشکل نه لري چې بد تاثیر یا منفي انګیزه ورکړي. نو کوښښ وکړئ چې له خلکو او ټولنې سره ښه او ښکلی تګ راتګ ولرئ.
۴- له هغه چا سره کیښنئ چې هیله بخښوونکي وي
د ټولنې هغه برخه خلک چې تل مثبت ګرا فکر کوي او له خلکو سره هیله او امید ورکوونکي مجلسونه کوي، کیښنئ او وغږیږئ.
ځکه داسې انسانان په خپل خوشبینانه نظر ستا ژوند خوشحالولی او دا روحیه درکولی شي چې باید بیدار اوسئ او له ژوند خوند واخلئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.