رسل ډومینګ د بنګلدېش کرکټ لوبډلي نوی روزونکی وټاکل سو.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: عبدالله عادل
بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلي ته رسل ډومینګ د نوي او مشر روزونکي په توګه ټاکل سوی , نوموړی تېره ورځ جمعه د دوو کلنو لپاره د یادي لوبډلي د روزونکي په توګه قرارداد لاسلیک کړ.
د رسل سره میک حسن او میکي ارتر په سېالۍ کي وه تر څو د مخکني روزونکي سټیو روډز ځای خپل کړي کوم چي په نړیوال جام کي د بنګلدېش لوبډلي تر نه ځلېدو وروسته د یادي لوبډلي د روزونکي له دندي څخه ګوښه سو.
د بنګلدېش کرکټ بورډ ویلي چي د ډومینګ اوږدمهاله پلانونه او روزني ته پوره وخت ورکول یې د یادي پرېکړي سبب سوي.ډومینګ یواځنی کاندید وو چي د مرکې لپاره یې ډهاکې ته سفر وکړ چیري چي یې د بورډ مشر او نور په دې قانع کړه چي نوموړی ددې دندي لپاره وړ شخص دی.
د بورډ مشر نظم الحسن ویلي:
“ډومینګ غواړي چي ملي لوبډله له الف لوبډلي سره یو ځای کړي او همدارنګه ۱۹ کلن ځوانان چي دا زموږ لپاره یوه ګټوره پروسه ده. هغه موږ ته خپله ژمنتیا ښودلې , هغه ویلي چي هغه به ټول وخت دالته واوسي , او موږ هم د همداسي شخص په لټه کي وو یو داسي روزونکی چي د لوبغاړو سره پاته سي.”
نظم الحسن ویلي:
“ډومینګ موږ ته ویلي چي بنګلدېش لوبډله په خپل کور کي یو نه درېدونکې لوبډله ده خو په جنوبي افریقا , انګلنډ او اسټرالیا کي ورته لوبېده سخت دي چي دا یو حقیقت دی او دا ښه خبره ده چي موږ پوه سوو چي څه ته اړتیا سته.”
وړاندي د بنګلدېش کرکټ بورډ ددې لوبډلي د توپ وهني د روزونکي نیل مکینزي او د توپ اچوني د روزونکي چرل لینګيولډټ سره قراردادونه له سره نوي کړه دوی دواړه د بنګلدېش لوبډلي د موقتي روزونکي خلیل محمود سره د سریلانکا خلاف د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لپاره مل وه چي تېره میاشت ترسره سوه.
ډومینګ به د افغانستان پر وړاندي د ټسټ لوبي وړاندي د اګسټ پر ۲۱مه په رسمي ډول د بنګلدېش لوبډلي سره یو ځای او د یادي لوبډلي د روزني چاره به پیل کړي.

په هغه بیان کي چي د بنګلدېښ کرکټ بورډ له لوري خپور سوی ډومینګ ویلي چي د نوي دندي او ننګوني لپاره لېواله وو.
” دا ډېر د ویاړ ځای دی چي د بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلي مشر روزونکی وټاکل سوم , ما د بنګلدېش پرمختګ په ډیري لېوالتیا سره تعقیب کړی او زه ډېره خوشحاله یم چي ددې لوبډلي سره ددوی د موخو د ترلاسه کولو لپاره مرسته کوم. زه غواړم د بنګلدېش د اوسنیو لوبغاړو روان پرمختګ سره کار وکړم او همدارنګه راتلونکي ته د بنګلدېش له کوره نوي استعدادونه و روزم.”