ژباړه: عطا محمد میاخېل
که موخه مو دا وي، چې په خپل کار و بار او یا خپل سازمان کې یو ماهر او مسلکي مدیر شئ، نو دا ۵۰ قوانین یې ښه پیل دی:
۱ ـــ د خپل ټیم خبرو ته غوږ ونیسئ، هغه څه ته، چې د ټیم غړي مو وایي، ښه غوږ ونیسئ، حتا که داسې یوه موضوع هم وي، چې ورسره مینه نه لرئ.
۲ ـــ په شونې اغېزمه بڼه اړیکه ټنیګه کړئ، تمې او احساسات مو هر څو ورځې وروسته یو ځل په روښانه او واضحه توګه بیان کړئ.
۳ ـــ لږ خبرې وکړئ، کله وخت څه نه ویل، له هر څه ویلو څخه غوره وي.
۴ ـــ بېلګه واوسئ، داسې یو شخصیت ولرئ، چې خوښېږي مو د ټیم غړي مو ولري.
۵ ـــ شور او ولولې ولرئ، که د خپل کار و بار په اړه شور او ولولې ونه لرئ او لېواله ونه اوسئ، نو ناسم کار و بار مو ټاکلی دی.
۶ ـــ ثابت قدمه واوسئ. په خپل چلند کې ثابت قدمه واوسئ، ترڅو د ټیم غړي مو وپوهېږي، چې له تاسو څخه څه تمه لرلی شي.
۷ ـــ پرېکنده تصمیم ونیسئ او د اوږدې مودې لپاره کارونه له ترسره کولو پرته مه پرېږدئ او دغه راز د هغو په اړه په تصمیم نیولو کې دوه زړي کېږئ مه.
۸ ـــ یوازې د اړتیا پرمهال مداخله وکړئ. که د خپل ټیم په ښه کار کولو باندې باور لرئ، نو په چارو کې یې مداخله مه کوئ، خو د اړتیا پر وخت.
۹ ـــ خپلې پولې او بریدونه وپېژنئ او د اعتدال له حالت څخه تېری مه کوئ.
۱۰ ـــ خپلې وړتیاوې وپېژنئ، که د اختلافاتو په له منځه وړلو کې مهارت لرئ، نو هر وخت د اختلافاتو په له منځه وړلو کې د عمل ډګر ته ننوځئ او اختلافات حل کړئ.
۱۱ ـــ خپل کمزوري ټکي وپېژنئ، که چېرې داسې کوم څه شتون لري، چې ترسره کولای یې نه شئ، نو دا چاره ومنئ او پرې کار وکړئ.
۱۲ ـــ بهانه مه کوئ، که کومه تېروتنه کوئ، نو مسؤولیت یې ومنئ او په دې تړاو بل څوک یا بل څیز ګرم مه ګڼئ.
۱۳ ـــ نه وړاند وینه شوي موارد ومنئ، تاسو نه شئ کولای، چې د هر څه په اړه وړاند وینه وکړئ.
۱۴ ـــ خپل شریکان په ډېر دقت او ځیرکتیا سره وټاکئ. یوازې له هغو کسانو سره کار وکړئ، چې منئ یې او کولای شئ، چې پرې باور وکړئ.
۱۵ ـــ تل له نویو کسانو سره لیده کاته وکړئ. د خپلو شبکه یې اړیکو د پراختیا او د نویو تجربو او لیدلورو د ترلاسه کولو لپاره، له هر فرصت څخه ګټه واخلئ.
۱۶ ـــ ښه کار ترسره کړئ او له ځانه سره ژمنه وکړئ، چې ښه انسان به اوسئ او هر وخت، چې امکان یې و، د خپلې ټولنې له خلکو سره مرسته وکړئ.
۱۷ ـــ له خپلو عواطفو سره په اړیکه کې پاتې شئ، روبوټ مه اوسئ ـــ احساس ولرئ.
۱۸ ـــ غبرګونونه مه تعدیل کړئ، له غبرګون ښودلو څخه ډډه وکړئ، ترڅو چې د دې فرصت ترلاسه کړئ، چې خپل دننني افکار او احساسات په ښه توګه بیان کړئ.
۱۹ ـــ ښه وخت تېر کړئ او د خپل ټیم له غړو سره د ښه وخت تېرولو او تفریح لپاره وخت ځانګړی کړئ.
۲۰ ـــ د هر څه په اړه څېړنه وکړئ. له تصمیم نیونې مخکې، د هر کار ګټې او زیانونه وپېژنئ. خپله دنده په ښه توګه ترسره کړئ.
۲۱ ـــ د هر څه په اړه ښه فکر وکړئ، هېڅکله په خپل لومړي غبرګون باندې باور مه کوئ.
۲۲ ـــ د خپل ټیم غړي په ډېر دقت او ځیرکۍ سره وټاکئ، یوازې هغه کسان په کار وګمارئ، چې وکولای شئ د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره، پرې باور وکړئ او دغه راز هغه کسان، چې له نورو سره په ښه توګه همغږي وکړای شي.
۲۳ ـــ خپل ټیم ته لومړیتوب ورکړئ، ټیم هر څه دي، د بریالي کېدو لپاره، چې هرڅه ته اړتیا لري، نو ور یې کړئ.
۲۴ ـــ مهربان واوسئ، د یوه رهبر یا مدیر په توګه خپلې شتمنۍ، ځواک، نفوذ او مقام ته مه مغروره کېږئ.
۲۵ ـــ تېروتنې وبښئ، هرڅوک تېروتنه کوي.
۲۶ ـــ ځان وبښئ، د هر څه لپاره، له بریده زیات ځان مه رټئ، خپلې لارې ته دوام ورکړئ.
۲۷ ـــ منطقي واوسئ او منطقي تصمیم ونیسئ.
۲۸ ـــ عادل واوسئ، مخالفو نظرونو ته غوږ ونیسئ او با انصافه واوسئ.
۲۹ ـــ د ارزښتمنو څیزونو لپاره وخت په پام کې ونیسئ د (وخت نه لرم) په نوم څیز، د هغه څه لپاره، چې په ژوند کې مو ډېر زیات ارزښت لري، شتون نه لري.
۳۰ ـــ په پرله پسې توګه زده کړه وکړئ، تر کومه ځایه، چې کولای شئ، مطالعه وکړئ او هر کله مو چې فرصت درلوده، نو په رونیزو صنفونو کې نوم لیکنه وکړئ.
۳۱ ـــ هرڅه ته ښه والی ور وبښئ، په پرله پسې توګه د تګلارو، مهارتونو او د کاري بهیر د ښه والي په لټه کې واوسئ.
۳۲ ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ. کله چې لږ څه زیات ټینګار کولای شي، تاسو خپلو موخو ته ورسوي، له هڅو څخه لاس مه اخلئ.
۳۳ ـــ هر کله، چې اړینه وه، نو خپلو تګلارو ته بدلون ورکړئ، که چېرې کوم څه په سمه توګه کار نه کوي، نو خپلې تګلارې ته بدلون ورکړئ.
۳۴ ـــ هر چېرته، چې اړینه وه، نو له خپلو ناکامو کارونو څخه لاس واخلئ، که په کومه جګړه کې ښېکل یاست، چې له ماتې پرتله بل څه نه لري، نو شاته تګ وکړئ، یو ځل له بله ځایه او یا هم په بلې تګلارې سره یې پیل کړئ.
۳۵ ـــ له خپلو تېروتنو څخه درس او عبرت واخلئ، هڅه مه کوئ، چې یوه تېروتنه دوه ځله تکرار کړئ.
۳۶ ـــ هر څه د خپلو شته څیزونو په اساس جوړ او تنظیم کړئ، له خپلو ټولو تصمیمونو، نظریاتو او افکارو څخه په اسنادو او کلکو عیني شواهدو سره ملاتړ وکړئ.
۳۷ ـــ د اروایي فشارونو نښې نالیدلې مه نیسئ، اروایي فشار حقیقت لري او کولای شي د مدیریت یا رهبرۍ ځواک مو تر اغېزې لاندې راولي او له هغه څخه د خلاصون لپاره لارې چارې ولټوئ.
۳۸ ـــ فیډبک ورکړئ، پرېږدئ، چې ټیم مو په دې باندې پوه شي، چې کوم کارونه په ښه توګه ترسره کوي او په کوم کار کې لا ډېر پرمختګ ته اړتیا لري.
۳۹ ـــ اعتماد وکړئ، خو څارنه او نظارت هم ولرئ، په خپل ټیم باندې د چارو د ترسره کولو لپاره اعتماد ولرئ، خو تل یې وڅارئ، چې کارونه په سمه توګه ترسره شي.
۴۰ ـــ په لاسرسي کې واوسئ، پرېږدئ، چې افراد په دې باندې وپوهېږي، چې کولای شي په تاسو باندې اعتماد او باور وکړي او د خپلې کوټې دروازه د هر هغه چا پرمخ پرانیستې وساتئ، چې مرستې ته مو اړتیا لري.
۴۱ ـــ له ټولو کسانو سره یو شان چلند ولرئ، ډلبازي مه کوئ؛ دا کار کرکه رامنځته کوي او د دې سبب ګرځي، چې یو بې تجربې مدیر تر سترګو شئ.
۴۲ ـــ د ټیم له غړو سره نږدې اړیکې ولرئ، دوستانه چلند ولرئ، خو هڅه مه کوئ، چې له ټولو سره صمیمي دوست شئ. تر ټولو لومړی او مهم څیز: تاسو د یوه ټیم مدیر یا رهبر یاست.
۴۳ ـــ د ټیم غړي سره را ټول کړئ، د ټیم د غړو ترمنځ د خبرو کولو او ښه وخت تېرولو لپاره له ډله ایز کار او یا بلې بهانې څخه کار واخلئ.
۴۴ ـــ د مینو او محبتونو ځواب ورکړئ، که کوم څوک له تاسو سره مرسته کوي، نو خپله دنده یې وګڼئ، چې د مینې ځواب یې ورکړئ، حتا که شونې وي، یو کال وروسته.
۴۵ ـــ تر خپلې شا پلونه مه ورانوئ، هېڅکله کومه اړیکه په بشپړه توګه له خپل ژوند څخه مه لرې کوئ.
۴۶ ـــ په اړیکه کې واوسئ، که چېرې د ټیم غړو هغه ځای پرېښوده او یا یې خپل ځای ته بدلون ورکړ، نو ورسره په اړیکه کې اوسئ.
۴۷ ـــ خپل شخصي ژوند مه قرباني کوئ، شخصي ژوند مو، ستاسو د ذهني روغتیا لپاره ډېر اړین او مهم دی، هېڅکله هغه د مدیریت یا مسلکي مسؤولیتونو لپاره مه قرباني کوئ.
۴۸ ـــ لارښوونکي او بېلګې وپېژنئ، داسې کسان پیدا کړئ، چې وکولای شئ، هغوی ته وګورئ او یو څه ترې زده کړئ او په ډېر دقت او ځیرکتیا سره یې چلند ته پام وکړئ.
۴۹ ـــ له مدیریت څخه خوند واخلئ، هڅه مه کوئ، چې ډېر د مدیر اوسېدو له امله ځان په ژور خپګان اخته کړئ، په بدل کې، له ټولو ګټو او خوندونو څخه یې ډېره زیاته ګټه واخلئ.
۵۰ ـــ نصیحتونو ته غوږ ونیسئ، حتا که د سم والي په اړه یې شک هم لرئ او حتا د همدې پنځوس قوانینو په اړه! ځکه هر څوک په هرڅه ښه پوهېږي او هېڅ داسې نصیحت نه شته، چې په هرځای کې سم ثابت شي.
له دې قوانینو څخه پیروي وکړئ، په خپلې غریزې باندې اعتماد وکړئ او په پرله پسې توګه د خپل ځان د سمون او اصلاح په لاره کې هڅې وکړئ، په پایله کې، په تجربې او هڅو سره به هماغه مدیر شئ، چې ډېری خلک یې هیله لري.