جلال اباد کې د خپلواکۍ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: سميع الله درانی
په جلال اباد ښارکې د اترا ادارې په مالي ملاتړ او د ابتکار مدني ټولنې په نوښت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په تړاو د کرکټ دوه ورځنۍ سیالۍ د تنکیو ځوانانو ترمنځ په سراج العمارت بڼ کې ترسره شوې.
دغو سیالیوکې ټولې ۴ لوبډلې وې، چې د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډله، د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون لوبډله، د ارزښت راډیو لوبډله او د ابتکار مدني ټولنې لوبډله، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست په استازولۍ لوبېږي، شاملې وې.

د دې سیاليو پیل د تېرې پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون او ارزښت راډیو ترمنځ سهار مهال وشو، چې ننګرهار تلویزیون لوبډلې پکې ارزښت راډیو لوبډلې ته ماته ورکړه او ننګرهار راډیو تلویزیون لوبډلې پایلوبې ته لار پېداکړه.
دوهمه لوبه د پنجشنبې په ماسپښین ترسره شوه، دې لوبه کې د ابتکار لوبډلې د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډلې ته ماته ورکړه او ابتکار مدني ټولنې هم پایلوبې ته لار پېدا کړه.
د جمعې په سهار د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډلې، ارزښت راډیو لوبډلې ته په کابو ۸۵ منډو ماته ورکړه او دریم مقام د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډلې واخېست.
پایلوبه د جمعې په ماسپښین د اګسټ په ۱۶ مه نېټه ترسره شوه، چې ابتکار مدني ټولنې پکې ننګرهار ملي راډیو تلویزیون لوبډلې ته په ۱۰۸ منډو ماته ورکړه او اتلولي ابتکار لوبډلې یوړه.
ابتکار لوبډلې، مقابلې لوبډلې ته په لس اورونوکې ۱۶۷ منډې هدف ورکړی و.
د دې سیالیو لیدلو ته د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند، د ننګرهار د بشري منابعو رئیس احمد ضیاء عبدالزی، د ننګرهار د کرکټ مسئول حاجي طیب اخوندزاده، د ختیځ زون د کرکټ بورډ اداري مدیر حاجي ولی الله زهیر هم راغلي وو.
د اترا ادارې تخنیکي متخصص خروټي دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د مینې او محبت یوه وسیله وګڼله.
د ننګرهار مرستیال والي وویل (( د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت د داسې سیالیو چمتو کول یو شاهکار دی او خلکو ته د ازادۍ د اتل تېر کړه وړه او غوره تاریخ وریادوي)).
د ننګرهار د کرکټ نماینده طیب اخوندزاده دا سیالۍ د ځوانانو لپاره په دې مثبتې وبللې، چې ځوانان پکې له نشو او نورو منفي کړنو راګرځي او د هېواد په پرمختګ او مثبت پېغام رسولو کې ترې اعظیمه ګټه اخېستل کېدای شي.
د لوبې په وروستیو شېبو کې ګټونکې لوبډلې، دوهم او دریم مقام اخېستونکو لوبډلو ته جامونه ورکړل شول.
د دې سیالیو غوره لوبغاړی د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډلې د توپ وهنې الراونډر حزب الله درانی ونومول شو.
هغه په دوه لوبو کې د یوې نیمه سلیزې په ملتیا ۹۳ چټکې منډې وکړې، چې ۱۲ شپږیزې پکې شاملې وې.
حزب الله دراني ته، د نیمه سلیزې د جوړولو، د ټورنمنټ د زیاتو منډو جوړولو، د زیاتو شپږیزو وهلو او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

د دې سربېره د ابتکار مدني ټولنې لوبډلې ځوان توپ اچوونکی شریف الله د ټول ټورنمنټ غوره بالر اعلان شو، هغه په دوه لوبو کې ۶ وېکټې واخېستې، چې ۵ لوبغاړي یې پکې بولډ اوټ کړي وو.
په وروستیو کې احسان الله ساپي د ننګرهار ورزشي خبریالانو لوبډلې لوبډلمشر د سپین غر زون د کرکټ نماینده څخه غوښتنه وکړه، چې د حزب الله او شریف الله په څېر ځوانو او تنکیو لوبغاړو ته په ولایتي، هېوادنیو او ۱۹ کلنو لوبډلو کې وخت ورکړي، ترڅو د هېواد بېرغ ورپوي او ټاټوبي ته ویاړونه ور وبخښي.