ویرات کهولي لومړنی کريکټر شو، چې په یوه لسیزه کې ۲۰ زره منډې وکړلې.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: سميع الله درانی
ویرات کولي چې په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان ملي لوبډلې ته راغلی تر دې دمه یې د هندوستان لپاره بې سارې لوبې کړي او خورا مثبت تمام شوی دی.
نوموړي ۷۷ ټېسټ لوبې کړي په دې لوبو کې یې ۶ زره ۶ سوه او ۱۳ منډې کړي دي، ۲۴۳ یې پکې لوړې منډې دي.
۲۳۹ یو ورځنۍ لوبې یې کړي، په دې سیالیو کې یې ۱۱ زره ۵ او ۲۰ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې د پاکستان خلاف لوړې منډې ۱۸۳ دي.
په یو ورځنیو لوبو کې کولي ۴۳ سلیزې وهلي دي او له ټېنډولکر څخه یواځې په یو ورځنیو لوبو کې ۶ سلیزې وروسته دی.
کولي په ټېسټ لوبو کې ۲۵ سلیزې وهلي دي.
د نړۍ دغه غوره کرکټ توپ وهونکي په ۷۰ شل اوریزو لوبو کې ۲ زره ۳ سوه او ۶۹ لوبې منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۹۰ لوړې منډې دي.
د هندۍ لوبډلې اوسنی لوبډلمشر یواځېنی توپ وهونکی دی، چې د سلو ۱۰۰ سلیزو وهلو تمه ترې کېږي، د سلو سلیزو پاچا هندي ټېنډولکر ویلي وو، چې د ده د سلو سلیزو ریکارډ به ویرات کولي ماتوي.

ویرات کولي په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۶۸ سلیزې وهلي دي، چې یواځې ۳۲ سلیزې له ټېنډولکر وروسته دی.
د نړۍ غوره توپ وهونکي کولي تېره شپه د اګسټ په ۱۴ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې د لوبلړۍ په ګټلو ونازوله.
هند، ویسټ انډیز ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او ویرات کولي د سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو.

د نورو لوبغاړو د کرکټ کېریئر منډې:
اسټرالیایي ریکي پونټېنګ په ټولو لوبو کې ۱۸ زره ۹۶۲ منډې کړي دي، جېکس کېلېس بیا ۱۶ زره او ۷۷۷ منډې کړي دي، جایاوردني ۱۶ زره او ۳۰۴ منډې جوړې کړي دي، سنګا کارا بیا ۱۵ زره او ۹۹۹ منډې کړې وې، ټېنډولکر په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵ زره او ۹۶۲ منډې، راهول ډراوېډ بیا ۱۵ زره او ۸۵۳ منډې کړې وې او هاشم امله بیا ۱۵ زره او ۱۸۵ منډې کړې دي.
په دې ټولو مخکښو لوبغاړو کې ویرات کولي د زیاتو منډو جوړولو نمبر وړی دی.