کرېس ګېل تر ټولو لوبغاړو په شپږیزو کې مخکې شو!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: سميع الله درانی
کرېس ګېل چې د شپږیزو په پاچا او د شپږیزو د ماشین په نوم مشهور دی، په ټوله نړۍ کې یې په شپږیزو کې نمبر وړی دی.
هغه یواځې په ټېسټ، یو ورځنیو، شل اوریزو او اې پي ایل سیالیو کې ۸۶۰ شپږیزې وهلي دي او تر دې دمه د نړۍ په کچه په شپږیزو کې مخکښ دی.
له دې وړاندې لوبو کې شاهد افریدي زیاتې ۴۷۶ شپږیزې وهلې وې؛ خو کرېس ګېل بیا له ده مخکې شو او لومړی مقام یې ترې ونیو.
کرېس ګېل په سي پي ایل سیالیو کې ټولې ۲۴ شپږیزې وهلي دي.

نوموړی د دې سربېره په کاناډا لیګ، بنګله دېش لیګ، افغانستان لیګ، بېګ باش لیګ، پاکستان کرکټ لیګ، ټي ټېن کرکټ لیګ او نورو لیګونو کې هم لوبېدلی دی، که هغه شپږیزې یې پېدا او وشمېرل شي؛ نو ښایي شپږیزې یې له ۱۰۰۰ څخه واوړي.
شاهد افریدي او کرېس ګېل د افغانستان له سوداګریز لیګ وړاندې ۴۷۶ او ۴۷۶ شپږیزې وهلې وې؛ افریدي بیا کرېس ګېل ته چلېنج ورکړی و، افریدي ویلي وو « زه او کرېس ګېل یو، یو اوور لوبه کوو، ورته وایي راځه چې ته زیاتې شپږیزې وهې او که زه؟)
کرېس ګېل بیا افریدي ته ځواب کې ویلي وو « ښاغلی افریدي ته مه غوسه کېږه، زه بله شپږیزه نه وهم او ستا ریکارډ نه ماتوم».
کرېس ګېل دا خبره په مسخره انداز کړې وه.
خو د افغانستان په سوداګریز لیګ کې کرېس ګېل خپله ژمنه ماته کړه او افردیدي یې په شپږیزو کې وروسته کړ. د افغانستان کرکټ لیګ کې کرېس ګېل شا او خوا ۱۷ شپږیزې ووهلې او له افریدي څخه په ستر واټن مخکې شو.
افریدي د افغانستان لیګ کې یواځې دوه شپږیزې ووهلې او کرېس ګېل ترې مېدان یووړ.
شاهد افریدي په ۵۲۴ لوبو کې ۴۷۶ شپږیزې وهلې وې؛ خو ګېل په ۴۴۴ لوبو کې ۴۷۶ شپږیزې ووهلې.
برېنډن مکالم ۳۹۸ شپږیزې وهلي دي، سنت جایاسوریا ۳۵۲ شپږیزې وهلي او روهېټ شرما ۳۴۹ شپږیزې جوړې کړي دي.