ليکنه: سميع الله درانی
د ویسټ انډیز خطرناک اوپنر توپ وهونکی کرېس ګېل وایي، ما تراوسه له یو ورځنیو لوبو د استعفا پرېکړه نه ده کړې او تېره شپه مې د هند خلاف ښه لوبه وکړه.
تېره شپه د اګسټ په ۱۴ مه نېټه کرېس ګېل له هند سره دریمه یو ورځنۍ لوبه کې خورا ښه توپ وهنه وکړه، په دې لوبه کې کرېس ګېل په ۴۱ توپونو ۷۲ منډې وکړې او د خلیل احمد په توپ ویرات کولي کېچ کړ.
کرېس ګېل په دې لوبه کې ۳۰۱ نمبر شرټ یا کمیس پر تن کړی وی او مطلب یې دا دی، چې دا د نوموړي ۳۰۱ نمبر یو ورځنۍ لوبه ده.
له دې وړاندې کرېس ګېل په ۲ لوبو کې ۱۵ منډې کړې وې؛ خو دریمه لوبه کې ښه وځلېد، کله یې چې ۷۲ منډې وکړې، نو بېټ کې یې هېلمټ یا خولۍ پورته کړه او مینوال یې په شور راوستل.
کرېس ګېل په تېره لوبه کې له ایوین لیویس سره ۱۱۴ منډې ملګرتیا وکړه.
دا لوبه هند له ویسټ انډیز څخه په ۶ وېکټو وګټله، لوبه د باران امله ۳۵ اورونوته راښکته شوه.
ویرات کولي په دې لوبه کې ۱۱۴ نا سوځېدلې منډې وکړې او بریا یې خپله کړه، سیریز درې د صفر پر وړاندې هند مخته یوړ او ویرات کولي د ټول سیریز او د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
کرېس ګېل د ویسټ انډیزي لوبغاړو ریکارډ مات کړ
کیڼ لاسی کرېسټوفر ګېل چې ۳۹ کاله عمر لري، لومړنی ویسټ انډیزی لوبغاړی شو، چې ۳۰۱ یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، تر ده وړاندې دا ریکارډ له برین لارا سره و، هغه ۲۹۹ یو ورځنۍ لوبې کړې وې او کرېس ګېل دا ریکارډ د هند خلاف سیریز کې مات کړ.
ګېل وایي ما استعفا نه ده کړې
کله چې ګېل خولۍ بېټ کې پورته کړه او سټایل یې وکړ، نو مینوالو شور او چیغې پیل کړې، د هغوی تمه دا وه چې نوموړی به اوس همدلته خپله استعفا اعلانوي؛ خو هغه وویل « ما ډېره ښه لوبه وکړه او زه اوس استعفا ورکولو ته لېواله نه یم».