لیکنه: عبدالله عادل
ویسټ انډیز لوبډلي له خپلو تیرو یوولس یو ورځنیو لوبو څخه یوازې دوې لوبي ګټلي چي ورته یو ډول د خطر زنګ دی ، لیکن د براتویب له نظره لوبډله یې دومره بده لوبه هم نه کوي څومره بده چي یې نتیجه وي.
براتویت تېره ورځ د ویسټ انډیز لوبډلي تر تمرین وروسته په خپلو خبرو کي ویلي:
”زه فکر نه کوم چي موږ دومره لیري یو، موږ فقط په لوبه کي مهمي او کلیدي نقطې له لاسه ورکړي. که موږ چيري نړیوال جام ته نظر وکړو هلته هم همدا ستونزه وه. کچیري موږ تیري لوبي ته وګورو هلته موږ په ښه حالت کي وو او وروسته زموږ درې یا څلور لوبغاړو ژر ویکټي له لاسه ورکړې. “
کارلوس زیاته کړې:
”موږ فقط یو څو مهمي شېبې له لاسه ورکوو ، کومي شېبې چي کولای سي یوه او دوې ماتي په بریاوو بدلي کړي او موږ ته ښه مرال او ورسره ددې هڅي توان راکړي چي پرلپسې لوبلړۍ وګټو. “
ویسټ انډیز تېره یکشنبه په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي د هند خلاف د ۲۷۰ منډو هدف پوره نکړ او لوبه یې بایلوده ، ویسټ انډیز یاده لوبه کي یو مهال په ۱۷۹ منډو کي څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وه چي وروسته یې په ۱۸۲ منډو کي یاد شمېر اتو ته ورسېد . د براتویت په فکر چي د لوبي پر مهال د ویسټ انډيز لوبډلي د ښه حالت له لاسه ورکول د باور نشتون او یا د مهارتونو کموالی نه وو بلکي ماته د سته مهارتونو په نه ترسره کولو کي وه.
د ویسټ انډيز دغه لوبغاړي په مرکه کي وړاندي ویلي:
”زه فکر کوم که چیري تاسو د لباس بدلولو په اطاق کي د لوبغاړو څخه پوښتنه وکړی که چیري دوی پر بریا باور ولري دوی بریا ترلاسه کولای سي ـ دغه ښه باور په مهمو شېبو کي له لاسه ورکول کیږي لکه څنګه چي مي مخکي وویل ، نو زه فکر نه کوم چي دا دي د باور کموالی ، وړتیا او یا د مهارتونو نشتون وي بلکي یوازي د مهمو حالتونه له لاسه ورکول دي کوم چي په اکثریت ډول په تېر نړیوال جام کي وه او په همدا ډول پدغه روانه لوبلړۍ کي تر اوسه جریان لري. “
کارلوس وايي:
”لوبغاړی باید نور هم قوي سي او غلطۍ تکرار نکړي ، براتویت ویلي دوی د نړیوالو لوبلړیو په منځ کي وخت پيدا نکړ تر څو پر لوبه کار وکړي او دوی اړ دي چی دغه کار په کښته پړاو کي ترسره کړي ، زه ډېر صادقه یم ، دا د کورنیو لوبډلو لپاره ننګونه ده چي وتوانیږي په کافي ډول ورسره کار وکړي او د هغو لوبغاړو څخه چي په لوړ لېول کي دي ورڅخه تجربې ترلاسه کړي . په دغه سفر کي موږ هڅه کوو چي خپل ذهن جوړ کړو ، موږ د یو ګروپ غوندي کوښښ کوو . “
کارلوس د خپل ځان په اړه ویلي چي نوموړي پر فیټنس تمرکز کوي او تر څنګ یې غواړي خپل فکر د یو توپ وهونکي غوندي جوړ کړي.
”موږ ډېر له خپلو روزنکو او کاري ټېم سره په صادقانه ډول خبري اتري کوو . یو څه چي زما د پرمختګ مخه نیسي هغه زما فیټنیس دی او زه پر دې له تیرو ۱۲ یا ۱۴ میاشتو څخه سخت کار کوم ـ او زه باور لرم چي تر دې نور هم غښتلی کېدلی سم. زه باید چي خپل فکر پر توپ وهنه جوړ کړم او پر توپ وهنه باندي په خاص ډول کار وکړم. زه فکر کوم چي زما لپاره مهمه داده چي په توپ وهنه کي د لوبډلي د ملاتیر جوړ سوم او په توپ اچونه کي هم ویسټ انډيز لوبډلي ته د کرکټ لوبي وګټم. “
بیرته ستنیږو تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته هلته براتویت د نیوزیلنډ خلاف په ۸۲ توپونو ۱۰۱ منډه جوړه کړه ، براتویت ویلي وه چي لوبغالي ته د انننګز د جوړېدلو او لوړولو په موخه راغلی وو.
”ما ډېر وخت درلود چي توپ وهنه وکړم ، روښانه فکر مي درلود او په توپ وهنه کي ما پر ویشتنځای ډېر سخت کار کوی کوم څه چي اوس هم کوم ، غواړم ساده او صحي څه ترسره کړم څومره چي ممکنه وي ، ما کافي وخت درلود نو ما باید خپل ځان لوبولی وی . “
”زما لپاره ننګونه داده چي حالت تغیر کوي او زموږ په خوښه نه ځي. هلته ما پر اووم یا شپږم پوزیشن توپ وهنه کول او دلته پر اتم ، نهم او یا شاید پر اووم ـ هغه څه چي ما د ستر انننګز څخه لیري ساتي دهغه حالت څخه کوم چي زه غواړم داسي انننګز جوړ کړم چي ماته اجازه راکړي چي په وروستیو کي چټک ولوبېږم. “
دا مهال د ویسټ انډيز لوبډله د هند سره په یو ورځنیو سېالیو بوخت ده ، د یادو سېالیو څخه یې دوې ترسره سوي چي لومړۍ یې بې نتیجې سوې او دوهمه د هند لوبډلي ګټلي ده.