په شاعرۍ کې ښځینه احساسات – مصطفی سالک

رنګین تجريدي ډیزاین

یو شمیر شاعر ډولو ښځو کله کله داسې شعرونه ولیکل،چې خپل ځان يې پټ وساته ،هغه تصورات او خیالات یې بیان نه کړل چې د ښځې له وجود سره تړلي دي، نو دوی څه کول د نارینه خیالات یې بیانول یا یې خپلو ښځینه احساساتو ته د نارینه وو د احساساتو رنګ ورکاوه.
دې ټکي ته چې د یو شمیر لیکوالو پام واوښت ، د ښځینه احساساتو بیل تعبیرونه مخې ته راغلل، او داسې و انګیرل شول چې د ښځینه احساساتو بیان یو ښایست دی ، که داسې وي بیا خو به نارینه احساسات هم وي خو ما لا له چا شاعره نه دي اوریدلي چې دا ډیر ښه شعر دی ځکه چې نارینه احساسات په کې راغلي، بله داده چې یو شمیر لیکوالان د ښځو شاعرانو هغو شعرونه د ښځینه احساساتو هنداره ګڼي، چې لږ څه بربنډ دي، چې هیڅ بې هیڅه باید ورته څوک ونه هڅول شي.
ویل دا غواړم چې که ټوله شاعري دې ته وقف شي رنګارنګي او راښکون به له لاسه ورکړي .
خبره داده چې ښځه انسان دی او د یوې ښځې له لیدلوري که هره خبره احساس او بیان کړي هغه ښځینه احساس دی او چې موږ ښځینه احساس په دې مانا واخلو دې ته ځای نه پیداکیږي چې د چا په شعر کې د ښځینه احساس یادونه وکړو دا احساسات خو له حسابه کتابه وتي او چې داسې ده یادولو ته یې هیڅ اړتیا نشته، خو دا چې اوس مو د ښځينه احساس خبره را اخستې لکه زلفې به لږ څه غځول غواړي.
چې د پښتو شعر او ښځینه احساس خبره وي او د ټپې یادونه ونه شي،خبره به نیمګړې وي دا چې د ټپې د ویونکې هویت پټ انګیرل کیږي، هر احساس په کې دومره بربنډ راغلی چې تصور یې نه شي کیدی. ایا د نړۍ په بله ژبه کې مو د ښځینه احساس دا شدت لیدلی دی؟
بېګا رانغلې بد نصیبه
د کټ بازو راته سړی سړی کېدنه
د لنډۍ ښځه د خپل بدن ښځینه غړي هم په عجب کیف سره بیانوي.
لاس په لسټوڼي کې راتیر کړه
پــه کندارو انارو ووهه لاسونه
د لنډۍ ښځه رښتیا رښتیا وايي که میړه یې نه دی خوښ او یار یې نیولې دی هغه یې هم ویلي دا لنډۍ واورئ!
ستا په راتلو موزي قاریږي
زه به خولګۍ په دروازه کې درکومه
د موزیګي نه ورږه ښه ده
چې نیمه شپه شي لوټ په لوټ مې اړوینه
توتان پاخه مماڼې تورې
زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه
دا ښځه یوازې له بل نارینه سره د تار غځولو خبره نه کوي بلکې د میړه سپکاوی هم په ډاډه زړه کوي په پښتو ټپه کې موزیګی همدغه مانا لري.
که ښځینه احساسات لټوو او هغه هم په ټپه کې نو نزدی په هره دویمه دریمه ټپه کې به رامخې ته شي ځکه د لنډۍ خبره همدلته پریږدواو هغې شاعرۍ ته ورګرځو چې شاعرانې یې معلومې دي د لوڅو ښځینه احساساتو بیان همدوره ډیر و.
اوس بیرته خپلې لومړۍ خبرې ته ورګرځو او وایو که د شعر ویونکې شاعره له موږ خپل هویت پټ نه کړي هر احساس یې ښځینه احساس دی، او ځکه ښځینه احساس دی چې یوې ښځې کړی او بیان کړی دی.
نو ښځینه احساسات تل مستونکي نه وي کله کله لوی تراژیدۍ په خپلې لمنې کې ورنغاړي د ځوانو پیغلو احساسات خو شته او خوند هم کوي خو یوه کونډه ددې ټولنې په پنجره کې څه راز ښځینه احساسات لري پروین ملال یې شهکاره تابلو ایستلې ده.
کونډه
زما د مړ مېړه ه له مړينې
څلور مياشتې او لس ورځې تېرې
مور مې بيګاه راته ويل
تېزې جامې مه كوه
په حويلي كې په لوړ غږ باندې خبرې مه كړه
شونډې دې وچې ساته
وېښته څپوله پرېږده
لار دې راسته وباسه
د باندې چا ته د بهر چې ننداره ونه كړې
پام چېرې سترګې په رانجه چې نه كړې
هغه دې نه دي اورېدلي چا نه
كونډه، چې سترګې توروي
زړه يې مېړه غواړي
***
پرونمې سر له ديواله اوچت كړ
خواښې مې وښكنځلم
د خپل ماشوم په لټون
تر دروازې ولاړمه
لېور په غټو كاڼو وويشتمه
خسر مې ټولو ته اختر لپاره
د ښار نه ښكلې جامې راوړلې
زه چا پرې نه ښودم، چې لاس وروړمه
نندرور مې ويل لالا مې مړ دى ته جامې څه كوې؟
***
اوس به اختر، برات، روژه
لكه پردي تېرېږي
اوس به ماښام
زما د كوټې لاټين په اوښكو بل وي
***
خسر مې وايي
چې د كونډې ډېوه مړه ښه وي
چېرې شيطان يې ننداره ونه كړي
چېرې د مړ مېړه په بڼه يې تر خوا ور نه شي
***
مور مې ويل، چې سترګې تورې نه كړې
كونډه چې سترګې توروې زړه يې مېړه غواړي.
د ښځې احساسات پراخ دي او د ژودانه د رنګارنګیو غوندې تنوع لري د زینب سالک یو شعر رایاد شو،شعر کې د یوې مور احساس دی ، چې د خپل ماشوم پر اړه یې لري په شعر کې ۴ کردارونه دي مور ، ماشوم، مرغۍ او د مرغۍ بچی دلته د مور احساس چې ښځينه احساس دی دومره ساده بیان شوی چې هنري ښکلا یې رڼه ښکاري.
دمرغۍ بچى ته
اى گلاليه
اى خاموشه پريدونکيه
بچيه واوره
****
زه درته ځور او کړاو نه درکوم
زه دې له ځالې
را ايستل نه غواړم
****
زه د وړوکي انس جان مور يم
زه عاطفه لرمه مينه لرم
****
زه گوره زړه لرم اولاد لرمه
ستا په وزرو کې
****
تنکۍ بڼکې
ستا د مورجانې لوى ارمان دى گوره
زما انس چې پاپلۍ زده کوي
****
زه من من غوښه اخلم
ستا مور چې تا سره جوړه الوزي
تاته الوتل زده کوي
ته چې هر لوري ته ځې
هغه دې څاري
****
درنه مخکې مخکې وي روانه
کله چې ستړى شې پر ځمکه کينې
ستا پر پستو بڼکو يو مينه ناکه مهربانه نظر
لکه د لاس تيروي
****
خوله کې خواړه درکوي
درسره مينه کوي
هغه خو مور ده کنه
****
اى د مرغۍ بچيه
زه خو مې خپل بچي ته
د کيناستلو ودريدلو او پر لار د تللو
واړه رازونه ښيم
د ژوند د هر تيندک لپاره ورته
نوي چلونه ښيم
****
زما بچى خو د سبا ورځې
ډيرې نادودې گوري
د ژوند درياب کې يې توپان راځي
د کړاوونو پر څپو تيريږي
تودې سړې به ويني
****
زمونږه ژوند خو
لکه دا ستاسو د پراخې فضا
غوندې روښانه نه دى
چې د لمر وړانگې يې له گرده وينځي
او د ماښام تياره سکون ورکوي
****
زمونږ د ژوند دا مد او جزر
دا خوږې او ترخې
لکه درياب کې چې
تصوير ستا ښکاري
مات او گوډ دى
****
ما مخکې ولیکل چې د ښځې ټول احساسات ښځینه وي، د خپلې خبرې د ثبوت لپاره د یوې شاعرې اناهیتا روهي تربتې چیغې درباندې اورم.
هغه په یورپ کې اوسي خو احساسات یې تر ډیره د یوې کیلوالې پښتنې دي، دا شاعره دومره په خپلو تجربو کې ورکه ده، چې د خپل ځای او زمانې شعور يې نشت ښکاري دا لاشعوري او د وجدان غږ بریښي فکر کوم د دې شاعرې تربتې چیغې به په ماضي کې هم د ډیرو هنرمندو مینه والو غوږونه څک کړي.
حیا به یاده کړو دې سکې په نړیواله کچه هم ارزښت نه دی بایللی خو د پښتنو او مسلمانو ښځو ګاڼه ده. حیا هم ښکلا ده هم سپر راځئ دغه احساس د اغلې روهي په یوه لنډ سپین شعر کې ولولو.
حیا
غوښتل مې درغاړې وځم
چې درغلم، حیا راغله
څنګ ته شوم
خدای چې ته پوه شوې کنه
د ټپې پښتنه ډیره ددین او روحانیت په کیسه کې نه ده هر څه یې خپل فاني حسن او د جانان مجازي مینه ده، خو که څوک د پښتنې ښځې ريښتونی انځور ولټوي سخت دریځه مسلمانه مذهبي، او عرفاني ده همدغه عرفاني رنګ یې د شاعرې په یوه بل شعر کې ولولئ.
****
تا یې خیال هم
ګناه ګڼلو
ما یې پاکۍ ته
سجده وکړله
****
او په پای کې به دا درته ووایم چې د پښتنې ټولنې ښځه له ډیرو حقونو بې برخې ده او خپل ذات سیوري ته ژوند تیروي د یوازیتوب دا شهکاره تابلو د اغلې روهي په دې شعر کې ولوئ
البته دلته د یوازیتوب انتها داده چې سیوری هم ورسره نه پاتې کیږي.
سیوری
****
سیوری مې
له ځانه بیل کړ
نن یوازې
له ځان سره ځم
او د بلې شاعرې خوږې دا بیت شهکار ښځينه احساس لري.
زما د ژوند دا دومره ستره فیصله چې کیده
زما لالا ما سره یو ځل مشوره ونکړه