هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د لوبي پچه هندوستان وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
img 20190811 1755535865672514553259807 هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.
هندوستان د ويرات کهولي په سليزي په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۲۸۰ منډي هدف وټاکی.
خو داچي لوبه د ډير وخت لپاره باران درولې وه اوورنه ۴۶ ته راکم سوه او د DLS میتود په خاطر هدف ۲۷۰ منډي وټاکل سو.
که څه هم شيکر داون په ۲ او روحيت شرما په ۱۸ منډو وسوځيدله خو بيرته ويرات لوبه کنټرول کړله او په ۱۲۵ توپونو يې ۱۲۰ منډي وکړې.
img 20190812 083723714610076772254316 هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.
همدارنګه ځوان شریاس ایر ۷۱ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز لپاره کارلوس براټويټ ۳ ،همدارنګه چيس،کوټريل او هولډر يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۲۷۰ منډو هدف په تعقیب کریس ګيل په ۱۱ منډو وسوځيدی خو لیویس ۶۵ او پوران ۴۲ منډي وکړې.
ویسټ انډيزۍ لوبډله په ۲۱۰ منډو کي ټوله وسوځيده.
img 20190812 083546484701676268523571 هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.
د هندوستان لپاره بونیشورکمار ۴، محمدشامي او کولدیف یاداو دوې دوې همدارنګه خلیل احمد او جدیجا یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
هندوستان د ډي ال ايس میتود په خاطر د ۵۹ منډو په توپیر لوبه وګټله او ويرات کهولي د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
img 20190812 0835546867503006751732014 هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.
د يو ورځنيو لوبو د روان سيريز لومړۍ لوبه د باران له کبله بې نتیجې سوله او دریمه لوبه يې د چهارشنبې په ورځ ترسره کيږي.