د انګلستان ښځینه لوبډلمشرې، د کال غوره کپټانې جايزه وګټله

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: مدثر دعوت
د انګلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې هيټرنايټ د کال د غوره لوبډلمشرې جايزه وګټله.
په تيرو څو کلنو کي د ښځينه کرکټ په برخه کې ډيرې مرحلې ليدل شوي؛ چې په دې لړ کې د ښځينه لوبغاړو بشپړ مسلکي قراردادونه، د شل اوريزو ليګونو زياتوالی، لکه WBBL,KSL په څېر، او په 2017 ز کال کي ترټولو لوی ښځينه نړيوال جام، چې د اټکل له مخې يې کابو 150 ميليونو کسانو څخه زيات ليدونکي درلودل.
ددې ښځینه نړيوال جام پايلوبه د انګلستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وه، چې په پايله کې کوربه لوبډله بريالۍ شوه او هيټرنايټ په لارډ تاريخي لوبغالي کې ټرافي پورته کړل.
هيټر نايټ د 2016 ز کال د جون په مياشت کې تر کارلوټ ايډوارډز وروسته د انګلينډ ملي لوبډلې لوبډلمشره وټاکل شو، چي ترټاکل کېدو يوازې يوکال وروسته انګلينډۍ کرکټ ملي لوبډلې ددې تر لوبډلمشرۍ لاندې ښځينه نړيوال جام وګاټه.
دغه بری د انګلينډ ښځينه کرکټ کوچ مارک روبينسن ته ډېره حيرانونکی وو.

تردې بریا وروسته نايټ د ښې کارګردګۍ او مشرۍ په ترڅ کې لومړنۍ ښځينه لوبغاړې شوه، چې د ESPNcricinfo په نوم د کال د غوره لوبډلمشرې جايزه يې وګټله.
هيټرنايټ په 2017ز کال کې د يوې سليزې او شپږو نيمه سليزو په ترسره کولو سره د کرکټ په ټولو فارمټونو کې په 49,93 اوسط لوبېدلې ده.
د نايټ په لوبدلمشرۍ کې انګلينډۍ لوبډلې په دولسو يو ورځنيو لوبو کې نهه لوبې ګټلي، درې يې بايللي او په دريو شل اوريزو لوبو کې يې دوه ګټلي او يوه يې بايللې ده.
ESPNcricinfo په نوم جايزه د کرکټ په برخه کي غوره توپوهونکو او توپ اچونکو ته د هر کال په جريان کې ورکول کيږي.
مخکې ESPNcricinfo په نوم جايزه ډیل سټاين،لاسيت ملينګا، ميچل جانسن، کوماراسنګکارا او شاهد افريدي ته ورکول شوې دي، چې سږ کال د لومړي ځل لپاره ښځینه لوبغاړې دا جایزه وګټله.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.