د کرکټ نړیوالې شورا د اګسټ میاشتې په ۶ مه نېټه د لوبغاړو د درجه بندۍ نوی لېست یا نوملړ خپور کړی دی، په دې نوملړکې ځېنو لوبغاړو پرمختګ کړی دی.
د مخکې تګ په لړ کې افغان لوبغاړی هم شامل دی؛ ځاځی چې په پیل کې ۳۵ م مقام کې و، بیا تر اووم مقام راورسېد، له هغې وروسته بیا شپږم ځای راورسېد او اوس یو قدم نور هم رامخکې شو او په شل اوریزو لوبو کې یې پنځم ځای خپل کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې د سل لوبغاړو نومونه خپاره کړي، په دغه نوملړ کې لومړی مقام لا هم د پاکستاني بابراعظم دی، دوهم ځای بیا د نیوزیلېنډي کولېن منرو دی، دریم ځای اسټرالیایي ګلېن مکسویل خپل کړی، څلورم ځای بیا د اسټرالیایي اېرون فېنچ دی او پنځم مقام بیا افغان کیڼ لاسي ځوان هیټر حضرت الله ځاځي نیولی دی، ځاځي ۷۱۸ نومرې ترلاسه کړي دي او له اسټرالیایي کیڼ لاسي توپ وهونکي ډارسي شارټ څخه درې نومرې مخکې دی.
حضرت الله ځاځي هندی لوکېش راهول، پاکستانی فخرزمان، هندی روهېټ شرما، انګلستانی الېکس هېلس، نیوزیلېنډی کېن ویلیمسن او نور لسګونه د نړۍ ټاپ توپ وهونکي وروسته کړي دي.
شل کلن ځاځی په ۲۰۱۸ م کال کې افغان لوبډلې ته راغلی او تر دې دمه یې د ګوتو په شمار شل اوریزو لوبوکې نړیوال ریکارډونه خپل کړي دي.
نوموړی په داسې حال کې په شل اوریزو لوبوکې په سلو (۱۰۰) غوره توپ وهونکو کې تر پنځم مقامه راورسېد، چې کابو یوه میاشت وروسته افغان لوبډله له بنګله دېش سره شل اوریزې لوبې لري او د نومبر په میاشت کې بیا ویسټ انډیز سره هم په لوبلړۍ کې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.
هغه به په ۲۰۲۰ م کال کې د اسیا شل اوریز جام په لړ کې د افغان لوبډلې برخه وي او د ۲۰۲۰ م کال په شل اوریز جام کې به هم د افغان لوبډلې ملا وتړي.
په یو ورځنیو لوبو کې لا هم اته افغان لوبغاړي د کرکټ نړ یوالې شورا په درجه بندۍ کې داخل دي، رحمت شاه زرمتی، نجیب الله ځدران، اصغرافغان، محمدشهزاد، حشمت الله شهیدي، محمدنبي عیسی خېل، راشد خان او ګلبدین نایب هغه توپ وهونکي دي، چې نومونه یې لا هم د یو ورځنیو غوره لوبغاړو د درجه بندۍ په لېست کې شته.