د تورپیکۍ غرنۍ راټولونه او ژباړه
د هر انسان په ژوند کې ځينې رازونه او خبرې شته چې بايد نورو ته و نه ويل شي او د ويلو په صورت کې ښايې تاسې خپله ارامتيا او بريا چانس له لاسه ورکړئ.
کله کله تاسې د خپل زړه د سپکولو او ځان د ارامولو لپاره د خپل زړه خبرې نورو ته کوئ چې دا کار مو په حقيقت کې د ځان په تاوان دی.
د ژوند ځينې مسايل شته چې بايد خپل ځان سره يې راز وساتئ او هر څوک ترې خبر نه کړئ.
۱- شخصي ژوند
ستاسې شخصي ژوند نورو پورې هيڅ اړه نه لري، که مو د خپل شخصي ژوند په اړه بل چاته وويل نو په تاسې نيوکې کوي او ستاسې په اړه سم او ناسم قضاوتونه کوي، ستاسې د ژوند انتخابونه او پرېکړې په تاسې پورې اړه لري بل چاته د مداخلې اجازه مه ورکوئ.
د ژوند يوه برخه مو د رازونو نړۍ ده چې يوازې تاسې پرې پوهېږئ بل چاته يې له ويلو ډډه وکړئ، دا کار مو د نورو په پرتله متفاوته او باشخصيته معرفي کوي.
۲-زړور او ښه اقدامونه
نورو سره د خپلو خيريه کړنو شريکول به يو ډول ځانځاني وي، د خير کار راز نه دی خو ښه نه ده چې ټول نړۍ پرې خبره شي، تاسې په خپل ورځني ژوند کې له ډيرو لوړو او ژورو سره مخ کيږئ نو اړينه نه ده چې هر چاته يې په اړه وضاحت ورکړئ او خبره ډنډوره کړئ. هر څه ته ډاډه اوږه ورکوئ او مخ پر وړاندې ځئ.
۳- کورنی خپګان او تاوتريخوالی
هره کورنۍ ستونزې لري بايد ويې زغمي او خپله په کور دننه یې د هواري لارې ولټوئ، ده داسې څه نه دي چې بايد هر چا ته وويل شي، يوازې يې نيزدې ملګري يا هم د خپل ژوند له ملګري سره ستونزه شريکه کړئ چې د حل يوه لاره پيدا کړئ او ستونزه حل کړئ خو ټولې دنيا ته يې له ويلو او خبرداري ډډه وکړئ.
ښه ده چې خپلې کورنۍ شخړې او جنجالونه په کور دننه يا له نيزدې ملګرو سره حل کړئ. څومره چې پرې ډیر خلک خبر کړئ هومره نه یوازې دا چې ستونزې پیچلې کیږي بلکې نورو ته ستاسو د شخصي ژوند په اړه د قضاوتونو او منفي خبرو فرصت په لاس ورځي.
۴- موخې او اهداف
د خپلو موخو ساتل به تر ډيره ستاسې د بريا چانس لوړ کړي څېړنو ښودلې چې که تاسې خپلې موخې نورو سره شريکې کړې او د ځان په اړه مو ستاينې واورېدې مغز مو سمدستي د اندروفين په نامه ماده ترشح کوي او تاسې داسې احساس کوئ چې کوم څه مو ترلاسه کړي او له همدې وجې تاسې د اوږدې مودې لپاره خپل هدف ته د رسېدو په موخه هڅه نه کوئ او ذهني فعاليتونه مو کمزوري کيږي.
۵- مالي مسايل
هر څوک غواړي د ښو کسانو په ډله کې راشي او ښه څه ولري. که مونږ ټول هغه څه چې لرو له نورو سره يې شريک کړو نو په حقيقت کې مو د ځان پر وړاندې د هغوی کينه او بدنيتي راپارولې ده، د خپلو مادي لاسته راوړنو په اړه چاته مه وايئ او هڅه وکړئ د يو راز په توګه يې ځان سره وساتئ.