ليکنه: سميع الله درانی
په ختیځ کې د سپین غر زون کرکټ بورډ اداره وایي د ختیځ زون ولایتونو لپاره له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړو څخه د اړوند لوبډلې جوړولو په خاطر ټرېل یا ازموینه اخلي.
د سپین غر زون کرکټ بورډ مشر مېوند مجاهد په خپل فېسبوک ګڼون لیکلي، چې دوی په پام کې لري د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو له ۱۹ کلونو کم عمره ولایتي لوبډلو لپاره له لوبغاړو ازموینه واخلي، دا ازموینه د لوی اختر په لسمه ورځ په ننګرهارکې اخېستل کېږي.
د سپین غر کرکټ بورډ د ولایتي کرکټ مسئولینو نومونه او شمېرې هم خلکو ته په واک کې ورکړي، چې نوي لوبغاړي د پروسې په اړه د لا ښه پوهاوي په موخه له مسئولینو سره په اړیکه کې شي.
د مېوند مجاهد په وېنا، چې کله د انډرناینټین لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره شي او پروسه بشپړه شي بیا د ۱۷ کلنو او ۱۵ کلنو ولایتي لوبډلو لپاره هم ازموینې اخېستل کېږي.
کابو درې اوونۍ وړاندې د سپین غر کرکټ بورډ د جلال اباد ښار د بهسودو سیمه ملي کرکټ اکاډومۍ کې له کابو ۲۵۰ لوبغاړو د ولایتي لوبډلې د جوړولو لپاره ازموینه واخېسته، چې له ۳۲ بریالي شویو لوبغاړو څخه یې ۱۸ کسیزه لوبډله جوړه کړه، دغې لوبډلې د جمعې په ورځ د نجیب ترکي تر لوبډلمشرۍ لاندې د افغانستان د ولایتي سیالیو ( سېدجمال الدین افغان ولایتي ایلایټ کپ) اتلولي وګټله او ویاړ یې د هېواد په کچه د ننګرهار په برخه کړ.
په دې وروستیو کې په افغانستان په ځانګړي ډول په ختیځ کې ډېری تنکیو ځوانانو مسلکي کرکټ زده کولو ته مخه کړې؛ چې تر دې دمه په زرګونه لوبغاړي په مختلفو کرکټ اکاډمیانو کې لوبېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا زیات ټینګار پر دې دی، چې هر هېواد باید پیاوړی داخلي کرکټ ولري، ترڅو په نړیوالو لوبوکې یې بیا ملي، ایمرجېنګ، الف، ۱۹ او ۱۷ کلنو لوبډلې ښې وځلېږي.
نو افغان کرکټ بورډ هم اړ دی، چې د ښوونځیو د کچې لوبو څخه نیولې تر اکاډومیانو پورې لوبې ښې تنظیم او لوبغاړي په نښه کړي، ترڅو د هېواد لوبډلو ته وړ لوبغاړي په میراث پرېږدي.