د افغانستان چلېنج کپ ولایتي سیالۍ چې د تېرې جولای میاشت په ۳۱ مه نېټه په خوست او ننګرهار کې د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د اګسټ په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ یې پایلوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې روانه ده.
په دې سیالیو کې ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، کندهار او بلخ لوبډلې ولوبېدې، یواځېنۍ لوبډله ننګرهارده، چې تر اوسه یې په دې سیالیوکې ماته نه ده خوړلې؛ دې لوبډلې په درې لوبو کې درې واړه ګټلي او د بې ګروپ لومړي مقام کې ده.
ننګرهار په دوهمه نیمه پایلوبه کې کندهار ته په ۶ وېکټو او ۴۱ توپونو ماته ورکړه، په دې لوبه کې وحیدالله شفق د ننګرهار لپاره ۸۸ توپونو ناسوځېدلې سلیزه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
لومړۍ نیمه پایلوبه کې کابل خوست ته ستره ماته ورکړه، دې لوبه کې خوست لوبډله ټوله په ۸۶ منډو وسوځېدله او نجات مسُود پکې اووه وېکټې واخېستې.
کابل لوبه په اوولسم اوورکې په اوپننګ وګټله، بلال د کابل لپاره ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نن کابل او ننګرهار په خوست کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وتلي دي.
ننګرهار ټاس ګټلی او توپ اچونه کوي، کابل شېبه وړاندې په ۱۱۰ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
نجیب ترکي، فرهاد مومند، ولي اغا او زوبېد اکبري یوه، یوه وېکټ اخېستې ده.
د دې لوبې نور معلومات به له اتلولۍ وروسته د رسره شریک شي.