هاشم املا په ۲۰۰۴ کال کي پيل کړی نړیوال کرکټ نن پای ته ورساوه.
د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلي دغه مخکښ لوبغاړي خپله وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي ترسره کړه ، املا خپله لومړۍ ټسټ لوبه پنځلس کاله وړاندي ترسره کړې وه او تر دا مهاله یې د افریقا لپاره ۱۲۴ ټسټ ، ۱۸۱ یو ورځنۍ او ۴۴ شل اوریزي لوبي ترسره کړي وې.
۳۶ کلن هاشم املا په ټسټ کرکټ کي د ۲۸ سلیزو په مټ ۹۲۸۲ منډي جوړي کړي وې چي ایورېج یې ۴۶ او په یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۳۱۱ ناسوځېدلي وې چي په ۲۰۱۲ کال کي یې د انګلنډ خلاف ترسره کړي وې.
هاشم املا په ۲۰۰۸ کال کي خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه وروسته هغه په یو ورځنیو لوبو کي د چټکو ۲۰۰۰ ، ۳۰۰۰، ۴۰۰۰، ۵۰۰۰، ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ منډو ریکارډ جوړ کړی وو، املا په یو ورځنیو لوبو کي ۲۷ پنځوسیزي ترسره کړي وې چي د یو افریقايي توپ وهونکي په صفت تر ټولو ډیري دي .
هاشم املا د استعفا پر مهال ویلي :
”ما په دغه په زړه پوري سفر کي ډېر څه زده کړه ، ډېر ملګري مي پيدا کړه او په خپلو منځو کي مو مینه او وروو ګلوي شریکه کړه. “
هاشم املا د افریقا لپاره په شاوخوا ۱۵ کلن نړیوال کرکټ کي په دریو فارمټونو کي ۳۴۹ لوبي ترسره کړې چي یاد شمېر لوبو کي یې تر اتلس زرو پوري منډي جوړي کړې چي پکښي ۵۵ سلیزي او ۸۸ پنځوسیزي پکښي شاملي وې .
د یاوني وړ ده چي همدا اونۍ کي ددې لوبډلي مخکښ چټک توپ اچونکي ډیل سټين له ټسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه او تر هغه موده وړاندي ددې لوبډلي یو بل پیاوړي لوبغاړي ډیویلرز هم په ناڅاپي ډول له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې وه.
ژباړه.