د یوه ښه ماشوم د روزنې لپاره باید لاندې ټکي مراعات کړئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ماشوم د سمې روزنې لپاره مهم ګامونه
د ماشوم روزنه د هغه په شخصیت او راتلونکې کې مهم رول لري او د هغه د فکري ودې سبب ګرځي. والدین د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره، بېلابېلې تګلارې لري، چې له هرې تګلارې څخه ګټه اخیستنه په راتلونکې کې د ماشوم پر شخصیت باندې اغېزه کوي. په دې لیکنه کې تاسو د ماشوم د ښې روزنې لپاره، له ځینو مهمو ټکو سره آشنا کوو. له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.
د ځینو چلندونو د ریښې په لټه کې واوسئ
که ماشوم مو ناسم چلند وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړ، نو د لامل د موندنې لپاره یې هڅې وکړئ، کېدای شي په ماشوم باندې مو کومې پېښې اغېزه کړې وي او د هغې پر وړاندې په غبرګون کې په ناسم او د توجیې نه وړ چلندونو باندې لاس پورې کوي، له دې امله، د دې ستونزو د ریښې په موندنې سره، هڅه وکړئ، چې له هغه سره ښه مرسته وکړئ.
د مثبتو چلندونو هڅونه
د مثبتو چلندونو د دوام لپاره تر ټولو غوره کار، د هغو منل او هڅونه ده، یانې کله چې ماشوم مثبت کار کوي، نو ښه کار یې وستایئ.
څنګه یو ښه ماشوم وروزو؟
ښه بېلګه واوسئ، ترڅو ماشومان مو زده کړي، چې له تاوتریخوالي څخه لرې شي
ځینې والدین د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره، له بدني سزا څخه ګټه اخلي، په وهلو او ټکولو، رټلو او ګواښلو سره، د خپلو ماشومانو د ناسم کار مخه نیسي.
باید پوه شئ، چې یوازې دا کارونه، ماشومانو ته ورزده کوي، چې د ستونزو د حل لپاره، کولای شي، له نورو سره ورته چلند ولري، نو هېڅکله د خپلو ماشومانو د روزولو لپاره، له بدني سزا څخه ګټه مه اخلئ.
د ماشوم د زېږون له وخته، هغه سره په آرامه لهجه خبرې وکړئ او هېڅکله په هغه باندې چیغې مه وهئ، حتا کله چې له لاسه یې غوسه کېږئ، ځکه ستاسو چیغې وهل ورته عادي کېږي او په راتلونکې کې د هغه د روزنې په برخه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږئ او دا چې هغه زده کوي، چې تل خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید چیغې ووهي او له نورو سره لانجه وکړي. هغه کسان، چې له خپلو ماشومانو سره، په آرامه او پرته له کوم تاوتریخوالي چلند کوي، نو په غوره توګه کولای شي، چې خپل ماشوم وروزي.
د ښه ماشوم د روزولو لپاره مهم ټکي
د خپلو ماشومانو لپاره هرومرو هره ورځ کتاب ولولئ
د ماشومتوب له پیله، یانې کله چې ماشوم مو شپږ میاشتنی دی، د هغه لپاره کتاب ولولئ، تاسو کولای شئ، په دې کار سره، مطالعه د هغه لپاره په یوه غوره عادت بدله کړئ او د مطالعې په ارزښت باندې یې پوه کړئ، له کتاب لوستنې سره د خپل ماشوم په آشنا کولو سره، کولای شئ د هغه لپاره غوره راتلونکې جوړه کړئ.
هغه څه ته ډېر پام کوئ، کوم چې ماشوم یې ویني او اوري یې
ډېری والدین کله چې د خپلو ماشوم له لاسه نارامه کېږي او د آرامتیا د بېرته تر لاسه کولو لپاره، هغه د ټلویزیون په وړاندې کېنوي، په دې وخت کې هغه څه ته ډېر پام کوئ، کوم چې ماشوم مو ویني، حتا که ماشوم مو ډېر کوچنی هم دی، باید په دې باندې پوه شئ، هغه څه چې ویني او یا یې هم اوري، په کوچنیو ماشومانو باندې ډېره زیاته اغېزه کوي، نو غوره ده، چې د خپل ماشوم لپاره روزنیز پروګرامونه وټاکئ.
د ښه ماشوم د روزلو لپاره، تر ټولو غوره چلندونه
هغه ته مینه ورکړئ
له خپل ماشوم سره په داسې بڼه خبرې وکړئ، چې هغه په دې باندې پوه شي، چې درته مهم دی او په هر ډول شرایطو کې به ورسره ډېره زیاته مینه ولرئ، د هماغه ماشومتوب له کلونو څخه، د خپل ماشوم لپاره وخت په پام کې ونیسئ او خبرو ته یې په ډېرې لېوالتیا او ځیرکتیا سره غوږ ونیسئ او په هغه کې د ارزښتمندۍ او په ځان باندې د احساس باور رامنځته کړئ.
خپل ماشوم ته دا ثابته کړئ، چې تل ستاسو ملاتړ ورسره دی، خو داسې چلند مه کوئ، چې له بریده زیات په تاسو پورې تړاو پیدا کړي. په هر عمر کې وړتیاوو ته یې په کتو سره مسؤولیتونه ورکړئ او ترې ملاتړ وکړئ.
له خپل ماشوم سره ملتیا وکړئ، ورسره وخاندئ، له هغه سره خوشالي وکړئ او کله چې نارامه او خواشینی دی، نو ورسره نارامه او خواشیني شئ، هغه په دې باندې پوه کړئ، چې درک کوئ یې، ترڅو هرکله یې، چې یوه خوا خوږي ته اړتیا پیدا کړه، نو تاسو ته راشي.
د ماشومانو د ښې روزنې لارې
ماشوم مو ډېر نازولی او لټ مه ستروئ
ځینې والدین د خپل ماشوم ټولې اړتیاوې پوره کوي، په دې ترتیب، چې هغه هرڅه وغواړئ، نو ورته چمتو کوي یې، خو کله چې ماشوم ټولنې ته ننوځي، ټولګیوال، ښوونکي، همکاران او نور افراد له هغه سره دا ډول چلند نه کوي او شرایط ورته بدلون کوي، له دې امله ماشوم مو له ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي، ځکه نور نه شي کولای، چې ځان تېرېدنه وکړي او هرڅه ورته چمتو کړي.
د ښه ماشوم روزنه او ټول ټکي یې
له خپل ماشوم سره، له بریده زیاته مرسته مه کوئ
د والدینو یوه له سترو تېروتنو څخه داده، چې اجازه نه ورکوي، ماشوم خپل کارونه په خپله ترسره کړي او په دې توګه د خپل ماشوم راتلونکې بربادوي.
ځینې والدین کله چې ماشوم یې ښوونځي ته ځي او ښوونکی یې په لیکلو او لوستلو کې د اړینو مهارتونو د زده کړې لپاره، هغه ته کورنۍ دنده ورکوي، نو معمولاً والدین د خپلو ماشومانو کورنۍ دنده ترسره کوي، ځکه داسې تصور کوي، چې ګویا هغوی ډېر کوچني دي او د دې دندو له ترسره کولو څخه ستړي کېږي.
د ښه ماشوم په روزنه کې مهم لاملونه
ماشوم مو له واقعیتونو سره آشنا کړئ
له ماشومانو څخه د واقعیتونو پټول، په راتلونکې کې یې اراویي روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي، له دې امله اړینه ده، د خپل ماشوم عمر ته په پام سره، د ژوند په ځینو مسایلو باندې یې پوه کړئ، ځکه هر وخت نېکمرغي او هوساینه نه شته او ستونزې هم شتون لري.
د خپل ماشوم د بې احترامۍ پر وړاندې پرېکنده عمل وکړئ
هېڅکله خپل ماشوم ته دا اجازه مه ورکوئ، چې له تاسو او یا بل هر فرد سره، په بې ادبه لهجې سره خبرې وکړي او یا هم له ځورونکې ژبې څخه ګټه واخلي. که هغه دا ډول خبرې وکړې، نو په پرېکنده ډول ورته ووایئ، چې هېڅ ډول بې ادبي نه شئ زغملی.