د انګلستان بلاسټ سیالۍ، په تېره جولای میاشت کې د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، چې په دوو جنوبي او شمالي ګروپونو وېشل شوي دي.
د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې په جنوبي ګروپ کې لوبېږي، راشدخان په سسېکس لوبډله کې، محمدنبي په کېنټ لوبډله کې او مجیب الرحمن په مېډل سېکس لوبډله کې لوبېږي.
د لوبو لومړي سرکې د مجیب لوبډله مخکښه وه، خو وروسته د محمدنبي دې لوبډلې مخکې تګ وکړ او لومړی مقام بیا کېنټ لوبډلې ونیو.
دا چې په مجیب؛ محمدنبي غالب شو او ځای یې ترې ونیو؛ نو اوس راشدخان په محمدنبي غالب شو او د جدول لومړی مقام یې ونیو.
راشدخان دې تېره شپه له ګلامورګن لوبډلې سره لوبه وکړه، دې لوبه کې ګلامورګن، سسېکس ته په شل اورونوکې ۱۴۶ منډې هدف ورکړ، چې ډېوېډ لایډ پکې پنځوسیزه ووهله.
راشدخان په ۴ اورونوکې ۲۹ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
سسېکس لوبډلې لپاره اوپنر فېلېپ سالټ او لوبډلمشر لوک رایټ بهترینه توپ وهنه وکړه، سالټ په ۷۸ منډو ناټ اوټ ووت او رایټ بیا ۵۶ منډې وکړې.
د راشدخان دې لوبدلې هدف په څوارلسم اوور کې د یوې وېکټې په لوېدو سره پوره کړ او ګلامورګن ته یې په ۹ وېکټو او ۶ اورونو ستره ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی فېلېپ سالټ وپېژندل شو.
نن ماښام محمدنبي عیسی خېل دې له ګلوسېسټرشایر لوبډلې سره لوبه لري، که محمدنبي دې دا لوبه وګټي، بېرته د جدول لومړی ځای نیولای شي.
د جنوبي ګروپ د نومرو جدول کې د افغان لوبغاړو لوبډلې او نومرې
سسېکس لوبډله د ۱۲ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، کېنټ لوبډله د ۱۲ نومرو په لرلو سره دوهم مقام کې ده او د مجیب دې لوبډله مېډل سېکس ۱۰ نومرې لري او د نومرو په جدول کې دریم مقام لري.