ګووندا: په اوتار فلم کې مې د کار کولو وړاندیز رد کړی و

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په هندي سینما کې ځينې داسې کامیاب فلمونه هم شته چې پخواني مشهور ستوري ګووندا ته یې د کار کولو وړاندیز کړی خو هغه دغه وړاندیز رد کړی، اوس دغه فلم ستوري ویلي چې د دغه فلمونو په نوملړ کې د هندي سینما سربېره د هالیوډ کامیابترین فلم هم شامل دی.
ډان نیوز د هندي رسنیو د ګووندا د یوې مرکې خبرې راخیستی چې ویلي یې دي، د هالیوډ تر ټولو کامیاب فلم اوتار لارښود ورته د یوه کردار د لوبولو لپاره وړاندیز کړی و خو وایې دې یې له لوبولو انکار کړی و.
ګووندا دا دعوه هم کړي چې د دغه فلم د عنوان اوتار کېښودو فکر هم د ده وه چې ده د جیمز کیمرون سره شریک کړی وه.
په خپله یوه مرکه کې ګووندا ویلي چې ده جمیز ته ویلي وه چې په فلم یې دا نوم کیږدي، چې وروسته بیا یوه کامیاب فلم ثابت شو.
ده ویلي، فلم لارښود ته یې ویلي وه چې دا فلم به یو ښه بزنس هم کوي د ده په خبره چې دا یې هم ورته په ډاګه کړې وه چې د دغه فلم په پوره کولو پوره ۷ کاله لګیږي.
دی وایي د دې خبرې په کولو ورته جیمز په غوسه شو چې څنګه داسې مطمئین دی چې ۷ کالو کې به دغه فلم جوړ شي، نوموړي يې ځواب کې ویلي وه دا ناممکن دی.
ګووندا لا زیاته کړي چې جیمیز کیمرون ورته په فلم کې د یوه مهم رول لوبولو وړاندیز هم کړی وه خو وایې چې د ده له انکار وروسته اسټرلیاوي لوبغاړي سیمن ورتهنګټن بیا دغه رول ولوبو.
فلم کې د انکار کولو لامل په تړاو هم غږېدلی، ویلي یې دي چې جیمز کیمرون ورته ویلي وه ۴۱۰ ورځې به د فلم د شوټینګ برخه وي، دی وایې چې د ده په شان شخص د دومره ورځو لپاره په خپل بدن نیلي رنګ نشي وهلی او دا ورته مشکل کار وه.
وروسته یې بیا بخښنه وغوښته خو وایې څنګه یې چې ویلي وه فلم هماغه شان بریالی ثابت شو.
جالبه خبره دا ده چې ګووندا په ۲۰۰۹ کې په هالیوډ کې اوتار فلم کې ونه لوبېده خو په ۲۰۱۲ کې یې د بالیوډ فلم اوتار کې کار کولو ته زړه ښه کړ خو دغه فلم تر اوسه نه دی ریلیز شوی.
ګووندا په مرکه کې زیاته کړې چې د ګدر، چاندني، تال او دیوداس په څېر بریالیو فلمونو کې یې هم کار نه دی کړی سره له دې وړاندیزونه ورته په کې شوي دي.
د یادولو ده چې د جیمز کیمرون فلم اوتار تر تېرکال پورې د نړۍ تر ټولو زیات کامیاب فلم شمار کېدل خو سږ کال يې ریکارډ ایونجر اینډ ګیم مات کړ.
جیمز کیمرون اوس وخت کې د اوتار فلم د بلې برخې په جوړولو کار کوي او فلم به یې ۲۰۲۱ کال کې نندارې ته وړاندې شي.