د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: سميع الله درانی
په شل اوریزو لوبو کې ځېنو توپ اچوونکو داسې توپ اچونه کړې، چې ریکارډونه یې جوړ کړي دي، په دې لوبغاړو کې لومړی مقام د سریلانکایي اجېنتا مېنډس دی، هغه په شل اوریزو نړیوالو لوبوکې د غوره توپ اچونې ریکارډ جوړ کړی او تر اوسه چا نه دی مات کړی.
انجنتا مېنډس

مېنډس ۲۰۱۲ م کال کې په سپټمبر میاشت کې د زِمبابوې خلاف یوه شل اوریزه لوبه کې په ۴ اورونوکې ۸ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخېستې.
له لیګونو وراخوا په نړیوالو لوبو کې دی لومړی مقام لري، چې غوره توپ اچونه یې کړې ده.
نوموړي د اسټرالیا خلاف په ۲۰۱۱ م کال کې په ۴ اورونوکې ۱۶ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې.
رنګېنا هرات

د سریلانکا سپېن بالر و، چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې له لوبو استعفا وکړه، هغه په ۲۰۱۴ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف یوه لوبه کې د ۳ منډو په ورکولو سره په ۳ اعشاریه ۳ اورونوکې ۵ وېکټې واخېستې او دوهم ریکارډ یې جوړ کړ.
یوزوېندرا چهل
یوزوېندرا چهل هندی لیګ برېک بالر دی، هغه په ۲۰۱۷ م کال کې د انګلستان خلاف یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کې په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخېستې او نړۍ کې دریم بالر شو، چې شل اوریزه لوبو کې یې غوره توپ اچونه وکړه.
عمرګل

پاکستاني چټک توپ اچوونکي عمرګل په ۲۰۰۹ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې په ۳ اورونوکې ۶ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې.
ډیپک چهر
تېره شپه د اګسټ په ۶ مه نېټه هندي چټک بالر په ویسټ انډیز د ۲۰۱۹ م کال د شل اوریزه لوبو غوره توپ اچونه وکړه.
ډيپک چهر چې په آې پي ایل کې د ډوني لوبډلې سره لوبېږي، په خپله لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۳ اورونوکې یو اوور مېډن کړ، ۴ منډې یې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.
دا په ۲۰۱۹ م کال کې نوی ریکارډ شو، چې هندی بالر یې ږدي.
په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې بیا ډېر لوبغاړي دي، چې غوره توپ اچونه یې کړې ده.
سوفیا، شکېب الحسن، ملېنګا، جمېسن او ځېنې نور لوبغاړي هم شته چې په لیګونوکې یې د غوره توپ اچونې ریکارډونه خپل کړي دي.