لیکنه : عبدالله عادل
هند کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز په سفر تللې چي هلته یې لومړی او د شل اوریزو سېالیو لوبلړۍ په دریو بریاوو سره په خپل نوم کړ.
په دغه سریز کي هند خپل ځوان لوبغاړي و ازمایل چي ورته ګټور ثابت سوه او تر دې چي د هند لپاره لوبي ګټونکي سوه.
د وروستۍ شل اوریزي لوبي ټاس هند وګټی او لومړی یې د اچوني پرېکړه وکړه او کوربه ویسټ انډیز ته یې بلنه ورکړه تر څو ورته هدف وټاکي.
د ویسټ انډیز لوبډلي د پیل جوړه بیا هم ناکامه وه او یو ځل بیا ورته کیرون پولارډ ښه لوبه ترسره کړه نوموړي په ۴۵ توپونو ۵۸ منډي جوړي کړې ورسره رومان پویل ۳۲ منډي ترسره کړې چي د ۲۰ اورونو په پای سره ویسټ انډیز د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډي جوړي کړې او هند ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
د هند لپاره په توپ اچونه کي ځوان لوبغاړي ډیپک چاهر ښه توپ اچونه وکړه نوموړي په خپلو دریو اورونو کي یوازي څلور منډي ورکړې او درې ویکټي یې ترلاسه کړې د هغه تر څنګ نویدیپ سایني ۲ او راهول چاهر یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د هند لوبډلي ټاکل سوی هدف د لوبډلمشر کوهلي د ۵۹ او د ویکټ ساتونکي ریشب پنت د ۶۵ منډو په مټ په وروستي اور کي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
پنت د مهیندرسینګ دهوني پر ځای لوبیږي نوموړی په خپلو مخکنیو دوو لوبو کي نه وو ځلېدلی خو په وروستۍ لوبه کي خاص د دهوني غوندي ولوبېد انننګز یې جوړ کړ ، لوبه یې تر وروستیو مخته یو وړه او په پای کي یې لوبه د شپږیزي په وهلو سره وګټل.
د ویسټ انډیز لپاره وشن توماس ۲ او فبین الین یوه ویکټ ترلاسه کړه.
داسي ویلی سو چي هند ته دا لوبلړۍ ځوانانو وګټل ځکه د لوبي غوره لوبغاړی ډیپک چاهر او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی کرونال پنډیا ونومول سو چي دواړه د هند ځوان لوبغاړي دي.
دواړه لوبډلي به تر شل اوریزه لوبلړۍ وروسته لومړۍ یو ورځنۍ لوبه سبا پنجشنبه ماښام شپږ بجې په ګیانا کي ترسره کړي.