ژباړه: محمد عزيز پردېس
د مطالعې لپاره کوم ځای مناسب دی؟
د تجروبو په اساس د کتاب د مطالعې لپاره تر ټولو غوره چاپېريال يا ځای او په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې تازه يې د مطالعې سره آشنايي پيدا شوې وي، کتابتون دی.
د کتابتونو چاپېريال د مطالعې لپاره ترټولو ښه او مناسب چاپېريال دی او د کتابتونو فضا خپله يو ډول کشش لري چې انسان مطالعې ته هڅوي.
د کتابتون فضا ډېره آرامه او په کې میشت ټول کسان يې په مطالعې بوخت وي، چې همدا آرامه فضا پرتاسو مثبت اغېز پرېږدي.
يو بل مهم علت چې د کتابتون د فضا په آرامتيا دلالت کوي، د ښو او مختلفو کتابونو موجوديت دی چې همدا کتابونه د هراړخيزو مالوماتو په درلودو سره تاسو د کتاب لوستلو ته هڅوي او ترغيبوي.
په کتابتونو کې کولی شئ خپلو ملګرو سره علمي بحث او شننه وکړئ، خو پام مو وي چې بحث په آرامه ډول ترسره شي ترڅو د نورو مېشتو لوستونکو مزاحمت ونشي.
کتابتون داسې ځای دی چې د ساعتونو مطالعه مو هلته نه ستړي کوي، د وخت تېرېدل پکې نه حس کوئ او کتاب مو ځان ته جذبوي، په ځانګړي ډول که هڅه وشي چې په مينه مطالعه وکړئ.
د مطالعې پر وخت بايد ځان ته څه ډول حالت غوره کړو؟
د مطالعې پر وخت بايد سيده او راحته کښېنو، څه چې لولو هغه بايد په روښانه ډول خپل مخ ته ونيسو او د سترګو ترمنځ واټن مو بايد متوازن وي.
تر ډېره دې هڅه وشي چې د مطالعې او درس لوستلو وخت کې دې د خوب کولو څخه ډډه وشي.
د مطالعې پر مهال د بدن وضيعت ډېر اړين دی، ډېری خلک د لوستلو وخت کې په اوږدو غځېږي يا هم قدم وهي چې د ورته کړنو ترسره کول د مطالعې د اصولو خلاف دي او د مطالعې کيفيت راټيټوي.
د لوستلو پر مهال په اوږدو غځېدل انسان خوبلنوي او د قدم وهلو وخت کې مطالعه کول د سړي تمرکز ګډوډوي.
کيدای شي ځيني ووايي چې د مطالعې پر وخت مې د داسې کړنو ترسره کول عادت ګرځېدلی؛ خو دا غلط عادت دی او هڅه دې وشي چې د دې غلط عادت پرځای يو سم عادت غوره شي. شايد په پيل کې د داسې عادتونو پرېښودل ستونزمن وي؛ خو ناشونې نه ده.
تجربو ښودلې ده چې د مېز شا ته پر څوکۍ کښېناستل د مطالعې لپاره تر ټولو غوره کړنلاره ده.
هڅه دې وشي چې د مطالعې پر وخت مو بدن راحت او منظمه وي او بايد پر بدن فشار نه وي.
د لوستلو پر مهال د کتاب او سترګو ترمنځ مو بايد 30 CM واټن وي.