ليکنه: سميع الله درانی
د سپورټس کیډا په نامه ورزشي وېب پاڼې پنځه هغه کرکټ لوبغاړي رااخېستي، چې ورزشي اخلاق یې د لوبې پر مهال کمزوري وو، دې لوبغاړو کې ځېنې تقاعد شوي او ځېنې لا هم لوبېږي.
ډېوېډ وارنر
وېب پاڼه لیکي، کله چې تاسې د عصري کرکټ خبرې کوئ، سملاسي مو ذهن ته د ډېوېډ وارنر نوم راځي.
ډېوېډ وارنر د کرکټ ډېر پیاوړی لوبغاړی دی، تل یې د خپل هېواد لپاره له لاسته راوړنو ډکې لوبې کړي دي، په روان نړیوال جام کې یې لوبې د اسټرالیا لپاره خورا مثبتې وې.
که څه هم ډېوېډ وارنر ښه لوبغاړی دی، خو اخلاق یې کمزوري دي، وخت ناوخت د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو پر وړاندې اکشنونه کوي.
نوموړي یو ځل د دوو اسټرالیایي ژورنالېستانو سره په ټوېټر شخړه کړې وه.
۲۰۱۷ م کال کې یې د قهرمانۍ جام سیالیو پر مهال له جو روټ سره لانجه وکړه، غوښتل یې چې له هغه سره لاس واچوي؛ خو خلکو پرېنښود.
وېب پاڼې لیکلي، هغه له نیوزیلېنډي ګوپټېل او هندي روهېټ شرما سره هم لانجې کړي دي.
ویرات کولي
ویرات کولي چې د نوي نسل ستایلېش توپ وهونکی دی، د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم دی؛ خو نوموړي په کراتو، کراتو له لوبڅارانو او نورو لوبغاړو سره شخړې کړي دي او لوبغالی یې په شخړو ګرم ساتلی دی.
نړیوال جام کې دوه ځلې له لوبڅار سره ژبه په ژبه شو او لفظي شخړې یې ورسره وکړې.
وېب پاڼه لیکي په ده باندې ډېری کرکټ مینوال هم انتقادونه لري، کرکټ مینوال وایي ویرات کولي ښو اخلاقو کې کمزوری دی.
د ویرات کولي له وجهې ګاتم ګمبیر کرکټ پرېښود او ایم ایس ډوني ترې هم چندانې ښه خاطره نه لري.
کولي دوه درې ځلې د شخړو له امله منفي نومرې هم ترلاسه کړي دي.
مېچل جانس
اسټرالیایي مېچل جانس چې چټک کیڼ لاسی بالر و او اوس له لوبو تقاعد شوی دی؛ هغه هم د لوبو پرمهال د مقابلې لوبډلې توپ وهونکي په ناوړه لفظي خبرو ننګول او اوضاع به یې کړکېچنه کوله.
۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې یې له سریلانکایي دېلشن سره لانجه وکړه، هغه یې وننګاوه او بالاخره دېلشن پرې شپږ څلوریزې سر په سر ووهلې او ځواب یې په څلوریزو ورکړ.
دی د انګلستان خلاف اشیز ټېسټ سیالیو کې هم جریمه شوی و او یو ځل یې له نیوزیلېنډي سټایرېس سره لانجه کړې وه او بیا دواړه جرمانه شوي وو.
کېرون پولارډ
کېرون پولارډ، چې ویسټ انډیزی الراونډر دی، دی هم چندانې حوصله نه لري، د آې پي ایل سیالیو پر مهال د مېچل سټارک په خبرو خورا په غوسه شو او بالاخره پر هغه یې د بېټ ګوزار وکړ؛ خو مېچل سټارک لرې و او ونه لګېد.
پولارډ د اسټرالیا خلاف یوه لوبه کې تر اوټ کېدلو وروسته پیچ په بېټ وواهه او پیچ یې کنده کړ، چې بیا جرمانه شو.
جېمز انډرسن
جېمز انډرسن چې د انګلستان چټک بالر دی، د سوېنګ د پاچا په نوم هم مشهور دی، د سپورټس کیډا وېب پاڼې هغه هم د بداخلاقه لوبغاړو په نوملړ کې راوستی دی.
هغه د لوبو په اوږدو کې له روېندرا جدیجا او نورو لوبغاړو سره شخړې کړي دي.
دا د نوي کرکټ عصر هغه پیاوړي لوبغاړي دي، چې وېب پاڼې یې اخلاق کمزوري ښودلي دي؛ خو د دغو لوبغاړو سربېره پاکستانی شاهین افریدي هم هغه لوبغاړی دی، چې حوصله یې کمه ده او له حضرت الله ځاځي سره تر کشمکش وروسته په نړۍ کې خلکو وپېژاند چې اخلاق یې کمزوري دي.
په شاهین افریدي حضرت الله ځاځي ۵ څلوریزې سر په سر ووهلې او دا صحنه د نړیوالو په ذهن کې تانده پاتې شوه.