د ویسټ انډیز هیټر الراونډر کېرون پولارډ، چې د ویسټ انډیز لپاره په شل اوریزو لوبو کې لوبېږي، د غوسه ناکو او بې پروا لوبغاړو څخه دی.
نوموړی کله نا کله په لوبو کې د ناروا په لیدلو سره غوسه کېږي او کله کله خپله هم د تېروتنو باعث کېږي.
کېرون پولارډ د هندوستان خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۸ منډو ناټ اوټ ولاړ و، غوښتل یې چې د هندوستان ۱۶۷ منډو هدف پسې ځان ورسوي او لوبه وګټي؛ خو لوبڅارانو په شپاړسم اوور کې لوبه د شدید باران له امله ودروله، کېرون پولارډ دلته د لوبڅار لارښوونې ته غوږ ونه نیوه او د امپایر غوښتنې ته یې اهمیت ورنه کړ.
په دې توګه لوبڅار د خپل صلاحیت له مخې چې د کرکټ نړیوالې شورا قانون ورته ورکړی، په کېرون پولارډ د لوبې شل سلنه جریمه وضع کړه.
د کرکټ نړیوالې شورا دوهمه ماده او څلورمه فقره کې راغلي، که کوم لوبغاړی د لوبڅار لارښوونې ته ارزښت ورنه کړي او بې پروايي وکړي؛ نو لوبغاړی جریمه کېږي.
نو لوبڅار هغه جرمانه کړ؛ خو کېرون پولارډ وایي زه دا جرمانه نه منم او دې کې د لوبڅار اشتباه ده، چې هغه یې نه دی پوه کړی.
خو د لوبغالي یا آن فیلډ لوبڅارانو سربېره د لوبې ریفري جیف کراو هغه ته سزا اورولې او پېسې به تسلیموي.
که پولارډ جرمانه تحویل نه کړي، ښایي نور محدودیتونه پرې هم ولګېږي.
تېر کې ویرات کولي، ډېوېډ وارنر، مېچل جانسن، جېمز انډرسن او پولارډ د کمزورو اخلاقو لرونکو لوبغاړو په توګه معرفي شوي وو او دا دی پولارډ اوس بیا لوبڅار سره چنې وهلي دي او جریمه پرې وضع شوې ده.