د هندي سینما فلم لارښود او پروډیوسر کرن جوهر په اوس وخت کې په ټولنیزه رسینو کې خپره کړې ویډیو کې چې په کې ډپيکا پډوکون، رنبیر کپور، وکي کوشل، ورن دهون، ارجن کپور، ملائیکه اروړا، شاهد کپور، میرا کپور، فلم جوړونکي ایان مکهرجي، ایکتا کپور او روهیت دهون ښکاري.
دغه ویډیو د کرن جوهر په کور کې د ځينو مراسمو ده، چې د پورته کېدو وروسته یې مینوالو په ویډیو ځینې انتقادونه وکړل.
شیروماني اکالي په نوم یو هندي سیاسي ډلي غړي منجندر سنګ سرسا په خپل ټویټر اکونټ باندې د کرن جوهر دغه ویډيو خپره کړې او په ویډیو کې په شته ستورو یې تور پورې کړی چې په مراسمو کې د نشې په حالت کې دي.
د منجندر سرسا په نوم دغه کس د ویډیو سره لیکلي، (خیالي نړۍ د واقعي نړۍ په مقابل کې)، وګورئ د هندي سینما لوی لوی ستوري په څه ډول نشې کې دي، لیکلي یې دې چې دی یې په خلاف اواز پورته کوي.
د خپلې ویډیو سره یې د ټويټر د اکونټ له پلویانو غوښتي چې که یې ملاتړ کوي نو دغه ټویټ دې ری ټوئټ کړي.
د سیاستوال د دغه تور وروسته د ټویټر ځینو کارونکو د ده په ملاتړ خبرې وکړې خو ځينو نورو بیا غندلی.
د یوبلې سیاسي ډلي غړي ملند دیوه بیا منجندر سنګ باندې نیوکه کړې او ویلي دي چې تورونه یې بې بنسټه دي او نوموړی باید بخښنه وغواړي.
ملند په نامه دغه کس لیکلي چې مېرمن یې هم په دغه ویډیو کې شته، د کومې نشې په حالت کې نه وه، نو په دې خاطر د درواغو اوازې په خپرولو خلک بدنامول غواړي، هيله یې ښودلې چې اوس به د خپل تور بخښنه وغواړي.
د ملند دیوره مېرمن پوجا شیټي هم په دغه ویډیو کې شته، چې په خپله هم پروډیوسره ده.
په ویډیو کې معلومیږي، چې ارجن کپورد خپلې ملګرې ملائیکا اروړا سره یوځای ښکاري، ورون دهون بیا د خپلې ملګرې نتاشا دلال سره وي، شاهد کپور د خپلې مېرمن میرا کپور سره ښکاري.
عجیبه خبره دا ده چې په ویډیو کې د ډپيکا پډوکون سره یې د خاوند پر ځای پخوانی هلک ملګری (بوائی فرینډ) رنبیر کپور سره یوځای ده.
په دغه مراسمو کې د رنبیر کپور ګرل فرینډ یا ملګرې او ډپيکا خاوند رنویز سنګ شتون نه لره ځکه هغوی په دې ورځو د خپلو فلمونو په شوټینګ بوخت دي.