لیکنه: عبدالله عادل
د هند او کوربه ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ روانه ده چي وړمه شپه یې دوهمه شل اوریزه لوبه د دواړو لوبډلو تر منځ ترسره سوه.
د لوبي ټاس د هند لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په شل اورونو کي یې ۱۶۷ منډي جوړي کړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.
د هند لپاره توپ وهنه کي روهیت شرما په ۵۱ توپونو باندي ۶۷ ، کوهلي ۲۸ ، دهون ۲۳ او کرونال پنډیا ۲۰ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کي وشن توماس او کوټریل ښه توپ اچونه ترسره کړه چي دواړو د هند دوه دوه لوبغاړي اوټ کړه.
د تیري شل اوریزي لوبي په څېر دا ځل بیا هم د ویسټ انډیز اُپنران د هندي توپ اچونکو په وړانډي پاته راغله چي له جملې یې نارین په ۴ او لیویس په صفر وسوځېد خو وروسته رومان پوویل د هندي توپ اچونکو ښه مقابله وکړه نوموړي په ټولټال ۳۴ توپونو ۵۴ چټکي منډي جوړي کړې چي وروسته د کرونال پانډیا په توپ وسوځېد او د نویو توپ وهونکو د راتګ سره سم لوبه هم د باران له امله ودرېده او دا مهال ویسټ انډيز په ۱۵.۳ اورونو کي ۹۸ منډي جوړي کړي وې تر انتظار وروسته باران ونه درېد او په پای کي د (DLS) مېتود پر اساس لوبه د هند لوبډلي د ۲۲ منډو په توپیر سره وګټل .
د هند لپاره توپ اچونکی کرونال ښه وځلېد چي د ۲۰ منډو جوړولو تر څنګ یې دوې مهمي ویکټي هم ترلاسه کړې او په همدې سره د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.
د هند او ویسټ انډيز تر منځ دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا سه شنبه ماښام ۷ بجې ترسره کیږي خو باید ووایو چي لا له وړاندي د شل اوریزو لوبو سریز ۲ــ۰ د هند په ګټه روان دی.