افغان تنکي ځوان پاکستانی غوره توپ وهونکی کلین بولډ کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د انګلستان بلاسټ سیالۍ چې د جولای په میاشت کې پیل شوي دي، په جنوبي ګروپ کې یې د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۴ مه نېټه د درې واړو افغانانو لوبې وې.
مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس له سمرسېټ لوبډلې سره مخ شوه، په سمرسېټ لوبډله کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی پاکستانی بابراعظم اوپننګ ته راښکته شو.
مېډل سېکس لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ای بي ډېویليئرس د بهترینې توپ وهنې په مرسته ۲۱۵ منډې وکړې؛ ډویلیرس پکې په ۳۵ توپونو د ۹ شپږیزو او یوې څلوریزې په ملتیا ۸۸ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ له ډیویلیرس سره لوبډلمشر ډېوېډ مېلن ۵۶ منډې شریکې کړې.
سمرسېټ لوبډلې بابراعظم او ټام بنټن په سترې هیلې لوبغالي ته راولېږل؛ خو افغان اتلس کلن ځوان افغان اتلس کلن ځوان د سمرسېټ لوبډلې د اوپننګ ستن ونړله؛ هغه بابراعظم په څلور منډو کلین بولډ کړ، د بابراعظم لپاره اووم توپ له خطر ډک و، بابراعظم هڅه وکړه، چې د افغان هوښیار توپ اچوونکي مجیب الرحمن توپ د ستر شاټ لپاره اوچت کړي، خو مجیب د هغه وېکټ ولړزوله او د وېکټې بیلزونه یې د وېکټ ساتونکي لاسونو ته ور ورسول.
بابراعظم په افسوسي حالت کې له لوبغالي بهر شو؛ مجیب چې په نوي توپ بې ځوابه توپ اچونه کوي؛ نو لوبډلمشر پرې لا اعتماد وکړ او د وروستیو اورونو لپآره یې د فشار په خاطر بالېنګ ته راوغوښت، افغان ماهر توپ اچوونکي ورپسې اورونوکې د سمرسېټ لوبډلې د لوبډلمشر ټام ابېل وېکټ په کېچ سره وغورځوله او سمرسېټ لوبډله یې په چېسېنګ کې له ناکامۍ سره مخ کړه.
MUJEEB 2.jpg
مجیب الرحمن په څلورو اورونوکې ۳۴ منډې ورکړې او د یوه پاکستاني په ګډون یې دوه مهمې وېکټې واخېستې.
نورو لوبو کې راشدخان دې د ګلوسېسټرشایر لوبډلې پر وړاندې په درې وېکټو بریا خپله کړه او محمدنبي عیسې خېل دې لوبډلې بیا د همپشایر لوبډلې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
د درې واړو افغانانو لوبډلې د جنوبي ګروپ د نومرو په جدول کې یو ځل بیا لومړی، دوهم او دریم ځایونه خپل کړل.
کېنټ لوبډله د عیسی خېل په شتون کې لومړۍ، سسېکس لوبډله د راشدخان په شتون کې دوهمه او د مېډل سېکس لوبډله د مجیب په موجودیت کې دریمه شوه.