
ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان په ويټالټي بلاسټ سياليو کي د سوسيکس لوبډلي ګلوسټشير لوبډلي ته په ۳ ويکټو ماته ورکړه.
د لوبي پچه د راشدخان سوسيکس لوبډلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
د ګلوسټشير لپاره براسي ۳۰، ککبين ۶۱ او هوول ۲۸ منډي وکړې.
د سوسيکس لپاره بيا روبینس ۲، همدارنګه راشدخان، ټوپلي،برجز او جوردن يوه يوه ويکټه واخيسته.
ګلوسټشير لوبډلي په ۶ ويکټو ۱۶۰ منډي هدف وټاکی.
د سوسيکس لپاره کيري ۲۲، رايټ ۲۴، راولینز ۳۵ او ويس ۳۷ منډي وکړلې.
د ګلوسټشير لپاره بيا ليډل او سميت يوه يوه، همدارنګه ټای ۲ او پاین ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
سوسيکس لوبډلي د ۲۰م اوورو په څلورم توپ د ۱۶۰ منډو هدف ته ځان ورسوی او په ۳ ويکټو يې ګلوسټشير لوبډلي ته ماته ورکړه.
ډلرای راولینز د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.
سوسيکس لوبډلي په ۶ لوبو کي ۴ ګټلي او د جدول په دويم مقام کي ځای لري.
خو ګلوسټشر لوبډلي په ۶ لوبو کي يوه ګټلې او د جدول په شپږم مقام کي ځای لري.