
ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان په ويټالټي بلاسټ ليګ کي ميډليکس او سمرسيټ لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه سمرسيټ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړله.
ميډليکس لوبډلي په پوره شل اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۶ منډي هدف وټاکی.
سټرلينګ ۳۱، ملان ۵۶ او اې بي ډيويلرز ۸۸ منډي وکړلې.
د سمرسيټ لپاره ټایلر او اورټن يوه يوه ويکټه واخيسته، همدارنګه لامنبي ۲ ويکټي ترلاسه کړې.
د ۲۱۶ منډو هدف په تعقیب سمرسيټ لوبډلي ښه پيل ونکړ.
بابر اعظم په ۴ منډو کي د مجيب الرحمن له لوري وسوځيدی.
ورپسې بانټن ۴۱، هيلډرن ۲۸، او ابيل ۴۱ منډي وکړې.
د ميډلیکس لپاره سوټر ۴، رولاند جونز ۱ ويکټه، همدارنګه فین او مجیب الرحمن دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
سمرسيټ لوبډله په ۱۷.۰۲ اوورونو کي په ۱۸۰ منډو ټوله وسوځيده،او لوبه د مجیب الرحمن لوبډلي د ۳۵ منډو په توپير وګټله.
اې بي ډيويلرز د لوبي غوره لوبغاړی سو.
ميليکس لوبډلي په خپل ګروپ ۶ لوبو کي ۴ ګټلي او په دريم ځای کي قرار لري.
او سمرسيټ لوبډلي په ۶ لوبو کي ۲ ګټلي، د جدول په اووم ځای کي قرار لري.