لیکنه: بهار سمسور
د انګلستان ټېسټ کریکټ اکونټي لوبې بیخي ځانګړي دي،د کریکټ لوبې دا ټورنمېنټ په نړیواله کچه زیات خلک تعقیبوي او هم دا چې،د نړۍ د نورو هېوادونو کریکټ لوبغاړي پوره هڅه کوي،تر څو په دې ټورنمېنټ کې ولوبیږي.
سره له دې چې زیاتره ایرلینډي لوبغاړي د انګلستان کریکټ ملي لوبډلې برخه ګرځیدلي،تر څنګ یې د انګلستان او والز لوبغاړي په ایرلېنډ کې هم لوبیدلي.
مخکې تر دې چې ایرلېنډ د کریکټ نړیوالې شورا ټېسټ درجه نه وه اخیستې،د ایرلېنډ لوبغاو به که غوښتل د انګلستان په کونټي لوبو کې ولوبیږي،نو هغوی به د سیمیز لوبغاړي حیثیت درلوده،خو د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته اوس د ایرلېنډ کریکټ هر لوبغاړی نړیوال کریکټ لوبغاړی دی،که غواړي په کونټي کریکټ لوبو کې ولوبیږي،نو لکه د نورو نړیوالو لوبغاړو په څېر به قرارداد تر لاسه کوي او په دې معتبر ټورنمېنټ کې به لوبیږي.
اوس بویډ رینکېن هغه ایرلېنډی لوبغاړی دی،چې په دې ټورنمېنټ کې به د ډاربشیر کلب لپاره ولوبیږي.نوموړی اتم ایرلینډی لوبغاړی دی،چې هم د ایرلېنډ او هم د انګلستان لپاره لوبه کوي.
له دې وروسته رینکېن کولی شي،چې په بشپړ ډول خپل کریکټ انګلستان ته واړوي او د یو انګلستاني په حیث په کورنیو لوبو کې د لوبیدو حق هم لري.
سره له دې چې ایرلېنډ د افغانستان سره په یو وخت د کریکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ،خو د افغانستان په نسبت ایرلېنډ له ځینو ستونزو سره لاس او ګریوان دی،چې لوبغاړي یې هڅه کوي د انګلستان لپاره ولوبیږي.
انګلستان د کریکټ رامنځ ته کونکی هېواد دی،خو تېر نړیوال جام یې د پینځه بهرنیو (هغه لوبغاړي چې له بل هېواد راغلي)پر مټ وګاټه،چې لوبډلمشر یې این مورګن هم له ایرلېنډ څخه شمیرل کیږي.
بویډ رینکېن ویزډن کریکټ ویکلي (ویزډن کریکټ اونیزې)ته ویلي؛دی په دې اړه فکر کوي،چې ایا د انګلستان لپاره ولوبیږي او کنه.