بُست ساتونکو شپږیزه لیګ ته تر ټولو ځوانه لوبډله جوړه کړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د شپږم پړاو شپږیزه لیګ لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم وړمه شپه ترسره سوه چي ګډون کوونکو شپږو لوبډلو پکښي ځانته لوبغاړي غوره کړه.
په دغه مراسمو کي هري لوبډلي تر ۱۸ پوري لوبغاړي واخیستل چي دوه لوبغاړي ورسره د ایمرجینګ له کټکورۍ څخه او یو بل لوبغاړی لا له وړاندي لوبډلو د ځان سره ساتلی وو چي ټولټال هري ګډون کوونکي لوبډلي ۱۹ کسیزه نوملړ جوړ کړه .
په شپږیزه لیګ کي ګډون کوونکي لوبډلي له کابل بازانو ، میس عینک اتلانو ، امو نهنګانو ، بُست ساتونکو ، سپین غر پړانګانو او بندامیر ښامارانو څخه عبارت دي.
له یادو لوبډلو څخه یې بُست ساتونکې هغه لوبډله ده چي په خپله غېږه کي یې تر ټولو ډېر ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړې.
د بُست ساتونکې لوبډلي مشري ګلبدین نایب کوي چي په ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر وو نوموړی الراونډر دی له ده سره بل کلیدي لوبغاړی محمد شهزاد محمدي دی چي په توپ وهنه کي به تر ټولو ډېره توقع له نوموړي څخه و اوسي.
وړاندي مو یادونه وکړه چي بُست تر ډېره ځوان لوبغاړي غوره کړي په ځوانو استعدادونو کي د قیس احمد ، دروېش رسولي ، حشمت شاهدي ، مسلم موسی او او ضیاء الرحمان اکبر نومونه د یادوني وړ دي.
د توپ اچوني په برخه کي د بُست سره د ملي لوبډلي مخکښ توپ اچونکی دولت ځدران شتون لري او پاته نور توپ اچونکي ورسره ځوانان دي .
د یادوني وړ ده چي د بُست ساتونکو لوبډله تر ډېره د نورو زونونو پر لوبغاړو ولاړه ده یوازي د وقارالله په نوم ځوان لوبغاړی د جنوب زون څخه ورته غوره سوی او پاته لوبغاړي ورته د نورو زونونو څخه غوره سوي دي.
د بُست ساتونکو لوبډله :
ګلبدین نایب لوبډلمشر ، محمدشهزاد ویکټ ساتونکی ، دروېش رسولي ، قیس احمد ، حشمت الله شاهدي ، ضیاء الرحمان اکبر ، دولت ځدران ، ناصر وحدت ، خیبر عمر ، فضل الحق ، مسلم موسی ، صدام منګل ، ناصر عمر ، نورالحق ملکزی ، سید نصرت قریشی ، بهار علی شینواری ، وقارالله ، فرهاد مومند او زاهد صاحبزاده .