د انګلستان په لیګ کي راشد په ۹ ويکټو نبي ته ماته ورکړه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان په ويټالټي بلاسټ ليګ کي سوسيکس او کينټ لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه سوسيکس لوبډلي وګټله د توپ اچووني پريکړه يې وکړله.
images 244420458666106234083. د انګلستان په لیګ کي راشد په ۹ ويکټو نبي ته ماته ورکړه.
کينټ لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۵ منډي هدف وټاکی.
لوبډلمشر ډرومڼډ ۵۰، کوکس ۲۳ او محمدنبي ۴۳ منډي وکړلې.
img 20190731 1217038896240465349376715 د انګلستان په لیګ کي راشد په ۹ ويکټو نبي ته ماته ورکړه.
د سوسيکس لپاره ميلز ۳ ،جوردن ۲ ،ارچر،ويس او راشدخان يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
سوسيکس لوبډلي د ۱۵۵ منډو هدف په تعقيب په زړه پوري پيل وکړ.
په اوپنينګ کي سالټ ۶۳ ناسوځيدلي منډي وکړې او رايټ په ۲۴ منډو وسوځيدی، ورپسې ایوينز ۶۵ ناسوځيدلي منډي وکړې.
د کینټ لپاره محمدنبي په ۲ اووروه کي ۱۷ منډي ورکړې کومه ويکټه يې ترلاسه نکړه يوازي ميلن يوه ويکټه ترلاسه کړه.
سوسيکس لوبډلي په ۱۶ اوورونو کي هدف ته ځان ورسوی او کينټ لوبډلي ته يې په ۹ ويکټو ماته ورکړه.
gettyimages 1033691548 د انګلستان په لیګ کي راشد په ۹ ويکټو نبي ته ماته ورکړه.
ایوينز د ۶۵ ناسوځيدلو منډو په کولو سره د لوبي غوره لوبغاړی اعلان سو.