د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ ټورنمینټ کي طوفاني لوبي ترسره سوې.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
هلمند کي د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ ټورنمينټ پنځمه او شپږمه لوبه ترسره سوه.
په پنځمه لوبه کي راشدخان او بولان لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه راشدخان لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړله.
راشدخان لوبډلي په شل اوورونو کي د ۳ ويکټو په سوځيدو ۱۹۳ منډي هدف وټاکی.
فيصل ښايسته ۱۳۵، احسان الله ۵۰ او قدرت الله ۳۵ منډي وکړې.
د بولان لوبډلي لپاره مرتضی، عزت الله او داودشاه يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۹۳ منډو په هدف پسې د بولان لوبډله په ۸۴ منډو کي ټوله وسوځيدله،چي ترټولو ډيري ۳۱ منډي سمیع الله وکړلې.
د راشدخان لوبډلي لپاره مصطفی ۳ او اسدالله ۲ وکيټي ترلاسه کړې.
راشدخان لوبه د ۱۰۷ منډو په توپير وګټله او د لوبي غوره لوبغاړی فیصل ښایسته اعلان سو.
img 20190731 wa0004835098874933068581 د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ ټورنمینټ کي طوفاني لوبي ترسره سوې.
د خپلواکۍ په نوم د ټورنمينټ شپږمه لوبه د روحاني او داوري لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه روحاني لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
روحاني لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي تر طوفاني توپوهني وروسته ۲۷۴ منډي هدف وټاکی.
شريف الله بارکزي ۱۴۶ او نصيب الله ۴۷ منډي وکړې .
همدارنګه د داوري لوبډلي لپاره زاهد ۲ ويکټي ترلاسه کړې.
داوري لوبډلي هم په ښه پلان سره لوبه وکړه ۱۸۹ منډي يې وکړې خو لوبه يې د ۸۴ منډو په توپير وبايلله.
نقیب ۵۴ او محمدطاهر ۴۱ منډي وکړې.
د روحاني لوبډلي لپاره فضل ۳ ويکټي ترلاسه کړې خو شريف الله د ۱۴۶ منډو په کولو سره د لوبي غوره لوبغاړی سو.