د سریدوي د مرګ او نیمه شپه د امیتاب بچن یو عجیب ټویټ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په داسې حال کې په هندوستان کې ددې هیواد سینمايي ستورې، عوام او سیاستوال د خپلې یوې نامتو اکټرې سریدیوي د ناڅاپي مړینې ویر ژاړي، په رسنیو کې د سینما د بل وتلي اکټر امیتاب بچن یو ټویټ خلک حیران کړي دي.
امیتابچن له سریدوي سره د ” خدا ګواه“ په مشهور فلم کې شریک کار کړی و. دا فلم چې ځینې برخې یې په افغانستان کې ډکې شوې، او د دوو افغانانو د مینې کیسه ده، د هند د سینما له ګوتو په شمیر شاهکارنو ګڼل کیږي.
په هندوستان کې تیره شپه د درې بجو په شا او خوا کې د سریدوي د ناڅاپي مرګ خبر پر رسنیو خپور شو، خو ددې خبرې تر خپریدو یوازې څو ساعته مخکې نیمه شپه امیتاب بچن پر خپل ټویټر لیکلي وو:
” نه پوهیږم ولې، یو عجیبه وارخطايي راته پیدا شوې، په علت یې نه پوهیږم خو یو ډول اندېښنه او وسواس لرم.“

د نوموړې دا ټویټ تقریبا هماغه ساعت چې سریدوي په دوبۍ کې ساه ورکړه خپور شوی دی. د هند په رسنیو کې د نوموړې دا ټویټ یو عجیب تصادف بلل شوی او خلکو په پراخه پیمانه شریک کړی دی.
د هندي سینما نامتو ستورې سریدوي د خپل خاوند بوني کپور او لور خوشي کپور سره دوبۍ ته په یو واده کې د ګډون لپاره وتللې وه چې د زړه حمله پرې راغله او هملته ساه یې ورکړه.
 
د نړۍ یو شمیر سیاسي مشرانو، سینمايي ستورو او د سریدوي مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې د هغې په مړینه ژوره خواشینی څرګنده کړې.
سریدوی د شري اما په نوم زیږیدلې وه او خپل لومړی کار یې له تامیلې، ټیلګو، او ملایلم ژبو له فلمونو پیل کړی وو.
نوموړې د ماشومې اکټرې په توګه کار پیل کړی او د هند په سینما کې د لومړنۍ ښځینه سوپرسټار په توګه وځلیده. د هند حکومت نوموړې ته په ۲۰۱۳ م کال کې پادما شري ایوارډ ورکړ چې ددې هیواد څلورم تر ټولو لوړ ملکي ایوارډ دی.

د هند د سینما دې افسانوي اکټرې د چاندني، لمحې، مسټر اینډیا، نګینا، خدا ګواه، او په ۱۹۹۰ کلونو کې په نورو غوره فلمونو کې د بهترین کار له کبله د میلونو خلکو زړونه کټلي وي.
نوموړې څه وخت له سینما لرې وه خو په دې وروستیو کې بیرته سینما ته ستنه شوه، په ۲۰۱۷ م کال کې یې اینګلیش وینګلیش فلم د خلکو ډیر خوښ شو. د هغې وروستی فلم مام ( مور ) و .