لیکنه: مصطفی سالک
جمالیات لوستل زما د زلمیتوب یوه رنګینه مشغولا وه، ځکه دا موضوع راته زړه ښکاري،خو بیا هم لیکلو ته اړ شوم، سبب یې دا و چې پر یوې لنډۍ مې غور کولو او د غور په وخت راته ښکاره شوه چې په دې لنډۍ کې د جمالیاتو ددریو مشهورو نظریو څرک لګي، ښايي څوک ووايي چې د لنډۍ پیغله او د فلسفې درانه بارونه؟ رښتیا هم په لنډیو کې مرزا يي او فسلفې نشته خو لنډۍ بیا یوه بله ځانګړنه لري او هغه دا چې د انسان د هر احساس او فکر نرمې هنرې جرړې د لنډۍ په رګونو کې غځیدلې دي،لنډۍ داده:
زما په سترګو ورته ګورئ
جانان ښایسته دی که خدای زه لیونۍ کړمه
هغه نظریات چې ددې لنډۍ په رڼا کې پرې خبره کیدی شي دادي.
۱: د حسن عیني (معروضي) نظریه
۲:د حسن ذهني ( موضوعي ) نظریه
۳: د موضوع او معروض امتزاجي نظریه
د عیني( معروضي) اند منډپالي وايي چې څیزونه ښکلي دي، هغه هم داسې چې ښکلا د څیزونو خپل صفت دی او ترې بیل نه دي، په دې مانا چې موږ د یوه چا د ښایست خبره کوو نو دا ښکلا د همدغه مخ صفت دی دا مخ که هر چرته هر چاته ښکاره شي بس دغه به وايي چې دا مخ ښکلی دی معروضیان دغه اتفاق د حسن د تول لپاره تله ګڼي، خو ښکلا خپله څه ده؟ د بل څیز سره پرتله، مانا دا چې څیزونه نسبي ښکلي دي، دغه مفکران که ښکلا د څیزونو صفت ګڼي دغسې بدرنګي هم د څیزونو صفت ګڼي یانې وايي یو مخ به ښکلی او بل بدرنګ وي، او عربي مقوله ده چې څیزونه د هغو په ضد سره پیژندل کیږي.
په لنډۍ کې د جانان د ښایست ددلیل لپاره سربیره پر ځان د بل چا تاید اخستل،او ښکلا د جانان ګڼل د ښکلا معروضي یانې عیني نظریه ده.
زما په سترګو ورته ګورئ
جانان ښایسته دی که خدای زه لیونۍ کړمه
ذهني یا موضوعي نظریه!
د حسن دا نظریه ډیره جالبه ده، تاسو که د شاعرانو کتابونه ولولئ په ګرانه به داسې شاعر پیدا کړئ چې هغه دې د حسن پر اړه د موضوعي نظریې له لیدلوري شعرونه نه وي ویلي غني خان او اشرف مفتون هم ددغسې نظمونو په لیکلو کې کمال کړی، دوی وايي څیزونه او مخونه نه ښکلي دي نه بدرنګ دا خو زموږ سترګې او روان دي چې څوک ښکلي کړي او څوک بدرنګ یوه بیلګه رایاده شوه وايي یو چا مجنون ته وویل چې دا لیلی خو هډو ښایسته نه ده بیا هم ورسره د جنون تر کچې مینه کوې وايي هغه ورته وویل چې د مجنون له سترګو ورته وګوره دوی وايي که پسرلی وي او ستا د ذات د اسمان موسم خراب وي خوند به ترې وانخلی غني خان څه ښه وايي :
د ادم د نظر تول دی که دا تور دی که دا سپین
د ادم د ژبې خیال دی دا سپیلمۍ او انګبین
او دا چې د لنډۍ کرکټر وايي چې (که خدای زه لیونۍ کړمه) ددې سپیناوی غواړي چې جانان ښایسته نه دی زما لیونتوب راته ښکلی کړی دی، د حسن ذهني یانې موضوعي نظریه ده چې په دې ټپه کې راغلې ده، یا په بله وینا احساس یې کیږي.
زما په سترګو ورته ګورئ
جانان ښایسته دی که خدای زه لیونۍ کړمه
دسپینوزا او ډیویډ هیوم په څیر فلسفیانو هم ددغې نظریې ملاتړ کړی دی.
خو پر دې نظریه نیوکه هم کیږي بلکې په دواړو اندونو دا نیوکه ده چې د سیکې یو مخ ښيي
معروضیان که یوازې په معروض کې ورکیږي او انساني لاشعور هیروي نو خبره نیمګړې پاتې کیږي او پر موضوعیانو نیوکه داده که په څیزونو کې ښکلا نشته او په انساني روان کې ده بیا ولې یو شمیر مخونه هر چاته ښکلي ښکاري ولې ټول د ستورو د نندارې په کوډو کې نغښتي دي، او ولې هر څوک ګلونه خوښوي، دا هر څه ددې ګواهي ورکوي چې په څیزونو کې هم ښایست شته.
امتزاجي نظریه!
د جمالیاتو یو شمیر پوهان وايي چې په یوه وزر پرواز نه شي کیدی،او که دغه نظریې بیلي وي نو د پوره حقیقت عکاسي نه کیږي دا ډله وايي چې سمه ده ښکلا موضوعي ده د انسان د روان له حالتونو سره تړاو لري،خو څیزونه هم ښکلا لري او چې دادواړه اندونه ټکر وکړي نو د ښکلا د تعریف سیمه وسیع شي.
په لنډۍ کې ځان ته لیونتوب او جانان ته ښایست منسوب شوي دي چې دا ددواړه د ښکلا د عیني او ذهني اندونو د ټکر ټکی دی په همدې تناظر کې لنډۍ بیا ولولئ.
زما په سترګو ورته ګورئ
جانان ښایسته دی که خدای زه لیونۍ کړمه
د ټکر او امتزاج دا نظریه به په یوه مثال سره واضح کړو، یو هلک ډیرې نجونې ګوري یوه تر نورو لږه ښایسته ده، ددې تصور یې پر ذهن پاتې کیږي،تر دې ځایه ښکلا معروضي ده خو چې کله ددغه کس حافظه د هغې جینۍ تصور تازه کړي نو معروض تش معروض پاتې نه شي، بیا ورسره ددغه کس د روان او لاشعور غوښتنې او د تخیل رنګینۍ یو ځای کیږي او حسن له خپل بشپړ پرتو سره مخې ته راځي.دغه وخت چې هلک ته په جینۍ کې کوم ښایست ښکاري څه یې د جینۍ دی او څه یې د خپلو سترګو ښکلا ده چې د هغې په ښایست کې منعکسیږي.