ژباړه: عطا محمد میاخېل
ستاسو په اند شتمنو کسانو څنګه سترې شتمنۍ پیدا کړې دي؟ موږ به نن تاسو ته ووایو، چې څنګه شتمن شئ، که تاسو هم د شتمن کېدلو د رازونو په اړه فکر کوئ، بسنه کوي، په ۲۰۱۶ م کال کې په فوربز مجله کې د شتمنو کسانو لړ لیک وګورئ. بېل ګېټس د ۷۵ بیلیونه ډالرو په ګټلو لومړی مقام خپل کړ، امانیکو ارټګا د ۶۷ بیلیونه ډالرو په ګټلو دویم او وارن بافت د ۶۱ بیلیونه ډالرو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړی دی.
آیا تر اوسه مو له ځانه پوښتنه کړې ده، چې د بېل ګېټس او نورو شتمنو کسانو د شتمن کېدو راز په څه کې دی؟ هغوی کومې ځانګړتیاوې په عادت بدلې کړې دي او څنګه په خپلې وړتیا باندې په تکیه کولو سره، بریا ته رسېدلي دي؟
په دې مقاله کې غواړو دې پوښتنو ته ځواب ورکړو، له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ د شتمن کېدو لومړی راز، شتمن کسان موخې ټاکي
شتمن کسان موخې لري، چې هغوی شتمن کوي، هېڅوک په ناڅاپي توګه نه شتمن کېږي، د شتمن کېدو لپاره باید لومړی نیت او قصد وکړئ؛ یانې په روښانه او مشخصه توګه باید ځانته ووایئ، چې غواړم شتمن شم.
په دې موخې باندې په ټینګار سره، انګېزه مو زیاتېږي، ټول اقدامات، هڅې او کوښښونه مو موخې ته د رسېدو په لاره باندې متمرکز کېږي.
کله چې تاسو موخه ونه لرئ، ښکاره ده، چې هوډ او مقصد هم په کار نه دی، خو د ځان لپاره د لر لید او موخې په ټاکلو سره، له راتلونکې څخه یوه تصویر ته لاسرسی پیدا کوئ، چې ډېر خوږ، په زړه پورې او جذاب دی، نو هڅه کوئ، چې هغه ته ورسېږئ او اغېزمنې کړنې ترسره کړئ.
۲ ـــ شتمن کسان په یوه مشخص کار باندې تمرکز کوي
د لېزر وړانګې تر ټولو سخت څیزونه پرې کوي او هر څه ته ننوځي، څه فکر کوئ، لامل یې څه دی؟ لیزر عجبیه او غیر عادي ځانګړنه لري، د لیز وړانګه متمرکزه ده او خپل ټول ځواک د یوه شي په یوه ټکي باندې متمرکز کوي او دومره دې کار ته دوام ورکوي، ترڅو یاد ټکی ویلې کړي.
شتمن کسان هم د لیزر په شان دي، هغوی مشخصې او سترې موخې ټاکي، خپلو موخو ته پایبند دي او خپلې ټولې هڅې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې متمرکزې کوي، هغوی دومره هڅه کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
عادي کسان متمرکز نه دي. عادي افراد هرڅه چې را مخ ته شي، نو له هغو څخه هر کلی کوي، یا یې هم ښه نه ګڼي او په هېڅ پېښه کې تصمیم نیونکي نه دي. که غواړئ د شتمن کېدو په راز باندې پوه شئ؛ نو موخه، هڅه او تمرکز ولرئ.
۳ ـــ شتمن کسان وخت سره زر ګڼي
برایان ټریسي وایي: شتمن کسان خپلې لاسته راوړنې هر ساعت شمېري، نه د میاشتې په آخر او نه د کال په وروستیو کې، ځکه د وخت په ارزښت باندې ښه پوهېږي، د دې تګلارې په مرسته دا په ښه توګه پیدا کوي، څه وخت او په څه کار سره یې خپل وخت بېځایه تېر کړی دی.
شتمن کسان هر کار د دقیق مهال وېش پر بنسټ ترسره کوي او حتا یوې دقیقې ته هم ارزښت ورکوي، هغوی خپل وخت د ټلویزیون په ننداره کولو او په ټولنیزو رسنیو کې په بوختېدو سره بېځایه نه تېروي، نو تاسو هم پرځای د دې، چې ټولنیزې پاڼې بریده زیاتې ښکته او پورته کړئ، پروګرام ولرئ او د خپل وخت په ارزښت باندې پوه شئ.
۴ ـــ شتمن کسان له خپلې ګټې څخه کم لګښت کوي
تل له خپلې ګټې څخه کم لګښت وکړئ، یا په بله وینا له لګښت څخه مو باید ګټه ډېره وي. هغه کسان، چې په اقتصاد کې ښه لید نه لري، هېڅکله نه شتمن کېږي، د دې لپاره، چې په موقتي ډول یې ګټه زیاته شي، نو بېځایه لګښتونه کوي او له همدې امله د لګښتونو ګراف یې ډېر زیات لوړېږي.
که غواړئ، چې شتمن شئ، نو دا پخوانی شعار په غوږ کې ونیسئ: تل د خپلې ګټې لس سلنه ذخیره کړئ، خو په یاد مو وي، چې دا د شتمن کېدلو لپاره یوازینی او اړین شرط دی، نو باید له هوښیارتیا څخه کار واخلئ.
تل مو باید حواس هغې بودیجې ته وي، کومه چې زېرمه کړې مو ده او باید د خپلې ګټې او لګښت حساب او کتاب ولرئ.
۵ ـــ شتمن کسان ډېر سخت کار کوي
شتمن کسان په هېڅ وجه لټ نه دي، هغوی ډېر سخت کار کوي. هیله کوم د هغو کسانو مثالونه، چې شتمن نیکونه یې لرل، پرېږدئ، که بحث د شتمنو کسانو د زامنو په اړه هم وي، نباید دا هېر کړئ، چې شتمن پاتې کېدل، له شتمن کېدو څخه آسانه کار نه دی.
که شتمني له آسمانه هم ستاسو په سر باندې را وورېږي، نو باید د ساتلو لپاره یې هڅې وکړئ، هغه څوک چې تل کار او فعالیت کوي، نو تل د چاپېریال له شرایطو څخه خبر دی او په پایله کې د کار او ودې لپاره ډېر زیات فرصتونه په واک کې لري.
شتمن کسان د سختۍ او زیاد کار په وړاندې له مبارزې څخه وېره نه لري او په هغو کارونو باندې لاس پورې کوي، چې تر ډېره عادي کسان یې شاوخوا ته هم نه شي ورتلی.
۶ ـــ شتمن کسان تل د زده کړې او ودې په حال کې دي.
۷ ـــ شتمن کسان له شتمنو کسانو سره وخت تېروي
شتمن کسان معمولاً د ځان په څېر دوستان لري. پخوا ویل شوي وو: دوستان دې را وښایه، ترڅو پوه شم، چې څوک یې. ښایي دم ګړۍ تاسو دومره پیسې او شتمني ونه لرئ او د شتمنو کسانو په ډله کې نه راځئ، خو له شتمنو کسانو سره ناسته پاسته، ستاسو په ژوند باندې اغېزه کوي، سر بېره پردې، چې نوي فرصتونه او چاپېریالونه تجربه کوئ.
۸ ـــ شتمن کسان پشتکار لري
شتمن کسان هېڅکله نه تسلیمېږي. د شتمن کېدلو راز په یوه ځانګړې شېبه کې نه دی، شتمن کېدل د کلونو هڅو، بریاوو او ماتو پایله ده. ښایي د موخې په لور د سفر په لاره کې، څو څو ځله خپله پانګه له لاسه ورکړئ، خو له تېروتنو څخه په درس اخیستنې او د تجربې په ترلاسه کولو سره، بالاخره به مالي خپلواکي تر لاسه کړئ او خپلو هیلو ته رسېږئ.
۹ ـــ شتمن کسان په شمېرل شوې بڼه خطر مني
شتمن کسان په خطر منلو باندې یا د انګرېزانو په ژبه په ریسک کولو باندې مین دي. کله چې تصمیم ونیسي، چې کوم کار ترسره کړي، نو پرته له ځنډه د هغه په لور مندي وهي او په دې لاره کې چې له هرڅه سره مخامخ شي، نو مني یې، کله وخت له ناڅاپي پېښو سره مخامخ کېږي او کله هم په زړه پورې فرصتونه او پېښې یې چټکتیا لا پسې زیاتوي.
زړور واوسئ، خو یو منطقي زړور او د پیلولو جرات ولرئ، که خوښېږي مو، چې هېڅ خطر تاسو ونه ګواښي، نو باید هېڅ کار ونه کړئ او په کور کې کېنئ. پیل یې کړئ او مه وېرېږئ؛ خو دقت وکړئ او له هرستونزې سره د مخامخ کېدو لپاره د چمتووالي وړاند وینه وکړئ، د دې لپاره ښایي، په دې لاره کې له کومې ستونزې سره مخامخ شئ، لارې ته له دوام ورکولو څخه ډډه مه کوئ او په یاد مو وي، چې د چرګانو ټولې هګۍ مو په یوه ټوکرۍ کې مه ځای پرځای کوئ.
۱۰ ـــ شتمن کسان خلاص لاس او زړه لري
دا افراد ډېر زیات بښونکي دي، که د هر یوه د ژوند کیسې ته وګورئ، نو دا پیدا کوئ، چې هغوی ډېر انسان دوسته خلک دي. د بېلګې په توګه: راکفلر، بېل ګېټس، انډرو کارنګي او دې ته ورته ډېر نور، د خیریه چارو په برخه کې پراخ فعالیتونه لري.
په یوه خبره کې د شتمن کېدلو راز، ستاسو د ورځینو عادتونو بدلون او په هغو باندې د موخې او انګېز ور زیاتول دي. د شتمن کېدو راز باندې د پوهېدلو لپاره، باید په دقیقه توګه ځان ته وګورئ او په پیاوړې ارادې او ستړیا نه منونکې هڅې سره، کوښښ وکړئ.
هیله من یم، چې له دې مقالې څخه به مو خوند اخیستی وي او په دې باندې به توانیدلي وئ، چې د بریا لپاره مو کوچني درسونه ترلاسه کړي وي.