په دې لیکنه کي د افغانستان د معاصر تاریخ دپیل څخه د هیواد د بیرغ په اړه معلومات لیکل سوي دي.
د هیواد له هوتکي دورې څخه بیرغ یوازي په تور رنګ پیل سو، خو له ۱۷۴۷م کال څخه وروسته د افغانستان معاصر تاریخ او د سترامپراتور غازي احمدشاه بابا دوره پیل سوه، چي بیرغ یې په لاندي شکل اوږد مثلث ډوله وو.
د افغانستان د اکاډمي علومو ریاست مشاویر استاد حبیب الله رفیع وايي، چي د افغانستان بیرغ څلورنیم زره کلن تاریخ لري.
د معاصر تاریخ په اوږدو کي د افغانستان بیرغ ۲۹ ځله اوښتئ، خو ددې سره په څنګ کي بیا هم په دې زرګونو کلنو کي تر اوسه د هیواد د بیرغ تاریخ جریان لري.
د غازي احمدشاه بابا له دورې څخه د هیواد د بیرغ د اوښتون مهمي دورې دلته لیکو.
زموږ د هیواد بیرغ د آمیر حبیب الله خان تر دورې پوري تور رنګه وو، چي د تحت الحمایګۍ (د پردیو تر آمر لاندي) معنا یې لرله.
د آمیر حبیب الله خان څخه وروسته د هغه زوی آمیر امان الله خان چي کله د انګرېزانو څخه خپلواکي واخیسته، نو د خپلواکۍ په اولو کلنو کي بیا هم هغه بیرغ وو.
آمیر آمان الله له هغه وروسته په ۱۳۰۷ لمریز کال کي د افغانستان لپاره یو مستقل بیرغ جوړ کړ، چي درې رنګونه یې لرله، تور، سور او شین (زرغون).
د تور رنګ معنا دا وه، چي افغانستان یوخت (تحت الحمایه) یعني د پردیو هیوادونو تر لاس لاندي وو.
د سره رنګ معنا دا وه، چي افغانان را وپاڅېدل، جهاد یې وکړ، پردي یې له هیواده وایستل او ویني یې توی کړې.
او زرغونه رنګ دا معنا لرله، چي د آزادۍ اخیستلو وروسته هیواد آبادیږي.
آمیر ددې بیرغ د جوړولو وروسته د بیرغ په منځ کي ځکه د غنمو وږو نښان یا علامه ورکړه، چي افغانستان یو زراعتي هیواد دئ.
د وږو په منځ کي غرونه، لمر او د الله ج او محمد ص نومونه لیکل سوي وه.
غرونو د هیواد د غرنۍ سمي معنا لرله، لمر د افغانستان د ختیځ هیواد معنا ورکوله او وروسته د الله ج او محمد ص نومونو د افغانستان د اسلامي نظام معنا لرله.
له هغه وروسته د محمدنادر شاه په دوره کي هم دا رنګونه وساتل سول، خو د بیرغ نښان ټوله بدل سو او پر ځای یې د مهراب، منبر او کوچنیو بیرغونو نښان ولګېدئ.
له دې وروسته د محمدظاهر شاه په اوږده دوره کي هم دا بیرغ په همدې شیان سره وساتل سو.
خو له دې ټولو وروسته په ۱۳۵۲ لمریز کال کي محمدداؤد خان د جمهوریت په اعلانېدو سره په بیرغ کي تغیر راوستئ.
لومړی تغیر دا وو چي د بیرغ رنګه ټوټې څنګ په څنګ وې، خو نوموړي د بیرغ دا د رنګونو ټوټې په عمودي شکل سر پر سر کړې او د زرغون رنګ یې په اخیر کي خو د تور او سره په پرتله دوه برابره کړ.
نوموړي د بیرغ نښان هم تغیر کړ.
داؤد خان نښان له غنمو د وږو څخه جوړ کړ، د وږو په منځ کي یې عقاب، مهراب، باز، د لمر وړانګي ورکړې او په اخیر کي یې د افغانستان نوم ولیکه.
له هغه وروسته د خلق دموکراټ ګوند په سرې کودتا سره د جمهوري ریاست ته په رسېدو د بیرغ رنګ ټوله د روسیې د بیرغ په څېر سور کړ او نښان یې هم بدل کړ.
له هغه وروسته د پرچمیانو ګوند ریاست ته په رسېدو بیرته پخواني درې رنګونه را ژوندي کړه خو د منځ نښان یې بدل سو.
له هغه څخه وروسته د ولسمشر ډاکټر نجیب او ولسمشر برهان الدین رباني د دورې پر مهال د بیرغ رنګونه په عمودي شکل زرغون، سپین او تور ته واوښتل، خو د دواړو په دورو کي همدا بیرغ یو وو، خو د بیرغ نښانونه جلا وه.
د ډاکټر نجیب د ریاست په وخت کي په زرغون رنګ کي الله اکبر او په سپین رنګ کي په تور رنګ سره اوله (طیبه) کلمه ولیکل سوه او اخیر تور رنګ همداسي پاته سو.
له هغه څخه وروسته په ۱۹۹۶م کال کي د طالبانو رژیم پیل سو.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته تبدیل سو او ورسره هم مهاله د بیرغ رنګ سپین سو او د بیرغ په منځ کي کلمه طیبه (لومړۍ کلمه) ولیکل سوه.
د اخیر ځل لپاره د اوسني حکومت (د حامد کرزي د دورې) له پیل څخه د هیواد بیرغ بیا د پخوا په شان درې رنګه (تور، سور او زرغون) ته واوښتئ او د منځ نښان یې هم بدل سو.
د اخیر ځل لپاره د بیرغ د منځ نښان د غنمو وږي، مهراب، منبر او په سر کي اوله (طیبه) کلمه او لاندي الله اکبر ولیکل سو.
اوس مهال په دې شکل دا بیرغ د افغانستان ملي بیرغ دئ او په نړۍ کي یې ټوله هیوادونه په رسمیت پېژني.