په ننګرهار کې موزیم جوړیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو یاران ته ویلي چې ددغه ولایت په سراج العمارت ودانۍ کې د لرغونو نښو نښانو د ساتلو او خوندي کولو په موخه موزیم جوړوي.
د سراج العمارت تاریخي ودانۍ چې په ورستیو لسیزو کې ویجاړه شوې وه، اوس یې د بیارغونې لپاره اطلاعات او کلتور وزارت ۵۶،۷ میلونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، اړوند چارواکي وايي چې ددغې تاریخي ودانۍ د بیا رغونې ۷۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مشر اورنګ صمیم یاران ته وویل چې د تاریخي اثارو د چمتو کولو په موخه یې علمي او فني کیندنې هم پیل کړې دي (( د سبز اباد په غونډۍ کې مو کیندنې پیل کړي په لومړي پړاو کې یې موږ ته ۷۰ اثار سپارلي او هیله ده چې په دې ورځو کې د کیندنو تر دویم پړاو وروسته ۷۰ نور اثار هم راوسپارل شي )) ښاغلي صمیم وویل فکر کاوه چې په دې غونډۍ کې به بودايي اثار خوندي وي خو تر کیندنو وروسته هلته یوه جنګي کلا راووته چې د سلطان محمود غزنوي د وخت ده او په اسلامي پیر پورې تړاو لري او په وینا یې موندل شوي اثار هم جنګي توکي دي.
ښاغلي صمیم وویل هغه مهال چې سلطان محمود غزنوي هند ته لیږدیده دا کلا یې جوړه کړې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتورسرپرست رییس وویل په پام کې لري چې تر دې کیندنو وروسته په نورو سیمو کې هم علمي کیندنې وکړي او د ننګرهار نوی جوړیدونکی موزیم غني کړي.
لکه چې یادونه مو وکړه دا موزیم په سراج العمارت ودانۍ کې جوړیږي ددې ودانۍ بیا رغونه شاوخوا یوه لسیزه مخکې د ننګرهار د هغه وخت والي ګل اغا شیرزي له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره له مشورې پرته په نا فني توګه پیل کړې وه، د ننګرهار د کلتور چارواکي وايي دوی اړ و چې هماغه د ښاغلي شیرزي نقشه مخکې بوځي، خو ودانیز تاریخي سبک یې په پام کې نیولی دی.
دا ودانۍ څه باندې ۱۰۰ کلونه مخکې د امیر حبیب الله خان په وخت کې جوړه شوې ده چې تر هغه راوروسته هم د افغانستان د واکمنو دمه ځای و.
تر دې مخکې ننګرهار د هډې غني موزیم درلود، په ۱۳۲۳ لمریز کال کې استاد احمد علي کهزاد د بهرنیو لرغونپوهانو په مرسته په هډه کې کیندنې وکړې چې ګڼ اثار لاس ته ورغلل.
استاد حبیب الله رفیع یاران ته وویل:

په دې کې دوه ډوله اثار و یو منقول او د لیږدونې وړ اثار و چې د کابل ملي موزیم ته ولیږدول شول او بل ډول غیر منقول او په دیوالونو پورې نښتي اثار و چې هم هلته ترې موزیم جوړ شو

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو فرهنګ سرپرست مشر اورنګ صمیم وویل چې په هډه کې درې ډوله یانې د لرګیو، ګچ او کاڼي بودايي اثار موجود وو.
ښاغلي صمیم زیاته کړه چې دې موزیم په ۱۳۵۸ یا ۱۳۵۹ لمریز کال کې اور واخست او اثار یې وسوځیدل خو استاد حبیب الله رفیع یاران ته وویل چې دا موزیم په ۱۳۶۸ یا ۱۳۶۹ م کال کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د جګړو له کبله اور واخست او اثار یې وسوځیدل.
اوس اطلاعاتو کلتور وزارت د هډې موزیم له ۲۲ جریبه ځمکې  دیوال تاو کړی او له غصبه یې ژغورلی.
هډه د بودایانو د تمدن پر مهال د ګندهارا مرکز و چې له چین، هند او نور سیمو یې خلک لیدلو ته راتلل هغه مهال د هډې نوم هیلو و.