
ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ د نړۍ مشهوره لوبغاړي لاسيت ملينګا د يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد سو.
د نړۍ په هر کونج کي که څوک کريکټ پيژني نو لاسيت ملينګا به خامخا پيژني .
ملينګا يو له هغو توپ اچوونکو څخه وو چي د خپل مسلک له پيل څخه تر پايه بريالی وو.
سريلانکايی لاسيت ملينګا تيره ورځ د بنګلديش په وړاندي وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او په خورا عزت سره د يو ورځنيو لوبو څخه رخصت سو.
نوموړي تيره ورځ په خپلي وروستۍ لوبه کي د بنګلديش ۳ لوبغاړي وسوځوله او لوبه سريلانکا د ۹۱ منډو په توپير وګټله.
ملينګا ۱۵ کلونه د سريلانکا لپاره يو ورځنی کريکټ وکړ او په ۴ نړيوال جامونو کي يې برخه درلوده.
نوموړي په ۲۰۰۴ز کال د جولای په ۱۷مه نيټه خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د عربي اماراتو په وړاندي د ۱۲۳م سريلانکايي ملي لوبغاړي په حيث ترسره کړه
ترسره کړه.
۳۵ کلن ملينګا په ۲۲۶ يو ورځنيو لوبو کي په ۲۸.۸۷ او سط سره ۳۳۸ ويکټي ترلاسه کړي چي ۱۱ ځلي يې ۴ او ۸ ځلي يې ۵ ويکټي ترلاسه کړي.
نوموړي ۳ ځلي په يو ورځنيو لوبو کي ۳ هيټريکونه هم کړي دي،تر اوسه بل هيڅ توپ اچوونکی ندی توانيدلی چي په يو ورځنيو لوبو کي ۳ هيټريکونه وکړي.
ملينګا يوازنی توپ اچوونکی دی چي په څلورو توپونو يې پرلپسې ۴ ويکټي ترلاسه کړي.
همدارنګه ملينګا په ۳۰ ټيسټ لوبو کي ۱۰۱ ويکټي اخيستي دي، ۷ ځلي يې ۴ ويکټي او ۳ ځلي يې ۵ ويکټي ترلاسه کړي.
په پړسټ کلاس لوبو کي يې ۲۵۷ او په ليسټ اې کي يې ۴۴۶ ويکټي ترلاسه کړلې.
لاسيت ملينګا د سريلانکا لپاره ډير ځلي يو ورځنۍ لوبي پخپلي توپ اچووني سره ګټلي دي.