لیکنه: عبدالله عادل
پاکستاني کیڼ لاسي توپ اچوونکي محمد عامر له ټسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه او نور به نوموړی د ټسټ په لباس کي را څرګند نسي.
د ۲۷ کلن محمد عامر لوبیز ژوند دوې برخي لري هغه په ۲۰۰۹ کال کي کله چي نوموړی ۱۷ کلن وو د پاکستان لپاره ټسټ کرکټ پيل کړ چي ۱۴ لوبو کي یې یو پنځوس ویکټي ترلاسه کړې او وروسته نوموړی د پنځه کلن بندیز سره مخ سو چي لامل یې د لوبي پر سر جوړجاړی وو ، له ځنډ وروسته په ۲۰۱۶ کال کي هغه بیرته نړیوال کرکټ ته راستون سو او له ۲۰۱۶ کال څخه تر اوس پوري یې ۲۲ ټسټ لوبي ترسره کړې چي پر مهال یې ۶۸ ویکټي ترلاسه کړې او نن یې د ټسټ کرکټ دغه سفر پای ته ورسېد.
پاکستاني محمد عامر په داسي حال کي له ټسټ کرکټ څخه لاس پر سر سو چي په خورا ښه حالت کي وو هم په ټسټ او په هم نورو کرکټ بڼو کي ښه ځلېده تر دې چي په ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام کي په ۱۷ ویکټو د پاکستان مخکښ توپ اچونکی وو.
محمد عامر ویلي :
”له ۲۰۱۰ کال څخه را وروسته کرکټ مختلف وو ما د خپل لوبیز ژوند پنځه کاله له لاسه ورکړه او که ما هغه پنځه کاله د لاسه نه وی ورکړي شاید ۷۰/۸۰ ټسټ لوبي مي ترسره کړي وی. “
نوموړي د پاکستان کرکټ بورډ ته په استول سوي لیک کي زیاته کړې:
”د هري ورځي په تیرېدو سره زما عمر زیاتیږي او زه پوهېږم چي زما مینوال زما د لوبېدو غوښتنه لري خو که وګورو اخر زه هم یو انسان یم نه د اوسپني سړی خو زه به بیا هم د ډېر وخت لپاره د خپلو مینوالو او هیواد لپاره خدمت ته ادامه ورکړم. “
له نن څخه وروسته به د پاکستان کرکټ مینوال محمدعامر یوازي د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په لباس کي وګوري نه د ټسټ لوبو.
محمدعامر د پاکستان کرکټ بورډ ته په استول سوي لیک کي وړاندي لیکلي :
”دا د ویاړ خبره ده چي د پاکستان کرکټ لوبډلي لپاره په یو داسي فارمټ کي ولوبېدم او ما نور دا پرېکړه کړې چي د کرکټ له دغه بڼي څخه تیر سم خو د سپین توپ لوبي ته به ادامه ورکړم. دا ډول پرېکړه کول اسانه نه وو او ما د یو څه وخت لپاره په دې اړه فکر وکړ خو دا چي د پاکستان لوبډلي ځوان چټک توپ اچونکي موندلي نو مي مناسب وګڼل چي خپل ځای هغوی ته پرېږدم تر څو د غوراوي ډله په ښه ډول خپل پلان مخته یوسي. “
پاکستاني محمد په دغه لیک کي د خپلي لوبډلي د لوبغاړو ، د پاکستان کرکټ بورډ او همدا راز له روزونکو څخه مننه کړې چي ورته یې موقع برابره کړې او ورسره همکاره پاته سوي.