اسټرالیا د ایشیز سېالیو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: عبدالله عادل
متیو وېډ د انګلنډ خلاف د ټسټ لوبو (ایشیز) لپاره د اسټرالیا په لوبډله کي اخیستل سوی ، همدا راز کیمرون بنکروفټ هم د اسټرالیا ټسټ لوبډلي ته راستون سوی .
د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۱۷ کسیزي لوبډلي نوملړ پرون جمعه خپور کړ چي نیمه چټک توپ اچوونکي میچل نیسر ته هم لوبډله کي ځای ور کړل سوی. اسټرالیا په غوره سوې لوبډله کي یوازي یوه ورو توپ اچونکی ته ځای ورکړی ، ټولټال لوبډله کي پنځه چټک توپ اچونکي شتون لري چي ورسره په څنګ کي نیمه چټک توپ اچونکی میچل مارش هم سته .
د اسټرالیا د غوراوي کمېټې مشر ټریور هونس د لوبډلي د اعلان پر مهال وویل :

”موږ ۱۷ کسیزه لوبډله انتخاب کړې ، موږ په ښه حالت کي یو پر لوبډله باور لرو زموږ لوبډله به پنځه ټسټ لوبي فقط په شپږو اونیو کي ترسره کړي . موږ باوري یو چي لوبډله د بهترینو توپ وهونکو او د لوړ استعداد لرونکو توپ اچونکوڅخه جوړه ده او همدا راز ورسره په څنګ ورو توپ اچونکی نتن لاین دی څوک چي په هر ډول حالاتو کي ښه توپ اچونه کوي دا د استعدادونو یو ښه جوړښت دی. “

Australia.jpg

”موږ دغه سریز ته ښه چمتوالی نیولی له دغه لوبډلي څخه یې اته لوبغاړي د اسټرالیا الف لوبډلي سره د یوې میاشتي لپاره لوبېدلي او شپږ لوبغاړو په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي برخه اخیستې او پاته دریو نورو کاونټي کرکټ سېالۍ ترسره کړي دا په دې معنا چي لوبډله لومړۍ سېالۍ ته اماده ده. “

د اسټرالیا لوبډلي ته ددوی مخکښ توپ اچونکی جوش هزلیوډ هم راستون سوی چا چي د سریلانکا خلاف ټسټ سریز او نړیوال جام له لاسه ورکړي و او هلته نه وو لوبېدلی ، په ټوله کي اسټراليا یو بهترینه لوبډله انتخاب کړې چي د توپ تر څنګ به یې ډېره تکیه پر توپ وهني هم واوسي ځکه چي ورسره وارنر ، عثمان خواجه ، سټیو سمیت او نور غوره توپ وهونکي شتون لري.
د اسټرالیا لوبډلي له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پوري په یونایټيډ کینډم کي ایشیز سریز ندئ ګټلی.
د اسټرالیا او انګلنډ تر منځ به د پنځو ټسټ لوبو سریز چي د ایشیز په نوم یادیږي د اګسټ په لومړۍ نېټه پيل او د سپټمبر تر ۱۶ مي پوري به دوام وکړي.