رونالډو نه محاکمه کیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: صابر حمیدي
تیر ۲۰۱۸م کال کي یوې امریکايي مېرمني د نړۍ پر وتلي فوټبالر کریسټیانو رونالډو تور پوري کړی وو. چي پر دې یې جنسی تیری کړی، خو اوس تازه امریکايي محکمو دا ثابته کړې ده، چي رونالډو پر یادي میرمني جنسی تیر ندی کړی.
امریکايي څارنوالان وايي، چي د یادي قضیې په اړه ئې له تیر ۲۰۱۸م کال راهیسي پلټني پيل کړې، داسي شواهد ئې لاسته نه راوړه، چي رونالډو دي پر یادي امریکايي مېرمني جنسي تیری کړی وي، نو له همدې امله به رونالډو نه محکمه کیږي.
رونالډو تر دې دمه د محکمې ددې تازه پریکړي په اړه څه ندي ویلي.
27267a24df8506d964be98d2508dc086.jpg
کیټرین مي یورګا په نوم یوې ۳۴ کلني امریکايي ښځي پر رونالډو تور لګولی وو، چي په ۲۰۰۹م کال کي ئې د امریکا لاس ویګاس ښار په یوه هوټکل کي هغې ته دوکه ورکړې او ورباندي ئې جنسی تیری کړی.
تیر کال د جرمني هیواد اخبار ډرشپيګیل هم د یادي امریکايي ښځي کیټرین مي یورګا له خولي لیکلي وه، چي رونالډو د محکمې او قانون څخه د ژغورني په خاطر له مېرمن کیتهرین مي یورګا سره خبري وکړې او نوموړې ته ئې ۳۷۵ زره ډالره ورکړل، تر څو له خپلې غوښتنې تېره سي.
خو له هغه وروسته یاد خبر هم رونالډو او هم د رونالډو وکیل درواغ وباله.
رونالډو، چي د فوټبال یو وتلی لوبغاړی دئ، اوس په ایټالوي کلب جیونټوس کي لوبیږي.
دی تر هغه مخکي په ریال ماډریډ او تر ریال ماډریډ مخکي بیا په منچسټر یونایټیډ کي لوبېدی.
دا نړیوال لوبغاړی د ښې لوبي، زیاتو ګولوهنو او دې ته ورته نورو ځانګړتیاوو له امله د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري.