د هند خلاف لوبو ته د ویسټنډیز نوملړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

راپور: عبدالله عادل
ویسټ انډیز نن د هند خلاف د ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د خپلي لوبډلي ۱۴ کسیزه نوملړ اعلان کړ ، لوبډلي ته پولارډ او سونیل نارین هم راستانه سوي.
په دغه لوبډله کي انډري رسل هم اخیستل سوی خو تر لوبېدو مخکي هغه باید د فیټنیس ازموینه ورکړي او خپل لوبېده یقینی کړي.
د شل اوریزو لوبو مخکښ لوبغاړی کریس ګېل شل اوریزو  لوبو ته ځان اماده ندئ ښودلی او د ملي لوبډلي پر ځای به د کاناډا په ګلوبل شل اوریزه لیګ کي ولوبیږي.
ورو توپ اچونکي سونیل نارین د ویسټ انډیز لپاره په ۲۰۱۶ کال کي شل اوریزه لوبي کړي وې او اوس ورته بیا د لوبېدو موقع ورکړل سوې.
د ویسټ انډیز غوراوي کمېټې دا نوملړ ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو ته په کتلو سره مناسب بللی.
د غوراوي کمېټې غړو ویلي چي دا سفر ورته له بل اړخه هم ځکه مهم دی چي دوی په مخکي شل اوریزه نړیوال جام لري او دا لوبي ورته د اماده ګۍ ښه فرصت دی.
د لوبډلي نوملړ:

جون کمپبیل ، یوین لیویس ، شیمرون هيټمایر ، نیکولس پوران ، کیرون پولارډ ، رومن پویل ، کارلوس براتویت لوبډلمشر ، کیمو پاول ، سونیل نارین ، شیلډون کوټریل ، وشن توماس ، انتوني برمبل ، انډري رسل ، پیري.
بریمبل اوس تازه د ګیانا امازون لوبډلي له لوري د کربین لیګ په بولۍ کي واخیستل سو او ورسره سم یې د ویسټ انډیز په ملی لوبډله کي هم ځانته ځای خپل کړ ، نوموړي په ۴۶ لیسټ اې لوبو کي ۶۴۰ منډي او په ۱۲ شل اوریزو لوبو کي یې ۷۰ منډي جوړي کړي.
د ویسټ انډيز او هند تر منځ د لوبو لړۍ د اګسټ میاشتي پر ۳مه په لومړۍ شل اوریزي لوبي سره راپيلیږي او په یاد سفر کي به دواړه لوبډلي یو د بل په وړاندي ۳نړیوالي شل اوریزي ، ۳ نړیوالي یو ورځنۍ او ۲ ټسټ لوبي ترسره کړي.