لیکنه: بهار سمسور
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واک تر ترلاسه کولو وروسته امریکا ته لومړی سفر وکړ، چې د امریکا د لوړ رتبه چارواکو سره د لیدو کتو په دوام یې د امریکایي ولسمشر سره ملاقات هم وکړ.
د نوموړي دا سفر له یو شمېر نیوکو، ناندریو او تبصرو سره لا جالب دی، داسې چې په هغه کچه، کوم چې امریکا ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د تګ پر وخت یې تود هرکلی کیږي؛ عمران خان ته داسې نه و، تر دې چې نوموړی له هوایي میدان په یو بس کې یوړل شو، د دې تر څنګ یې امریکا ته له رسیدو سره سم پر خلاف مظاهرې وشوې.
په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ او میلانیا ټرمپ سره په ګډ تصویر کې عمران خان وارخطا ښکاري، داسې چې د یو هېواد د لومړي وزیر په توګه نوموړی باید د تصویر اخیستو پر وخت چوست او ځیرک ولاړ وای.
مخالفینو یې په دې تصویر کې پر ځوړند حالت انتقاد کړی، خو ځینې بیا د نومړي دا سفر ګټور هم بولي.
تر دې ناندریو ور ها خوا ټرمپ عمران خان ته د کریکټ لوبې بېټ ډالۍ کړ،د دې بېټ ډالۍ هم عجیب بحثونه راپارولي دي.
څوک یې مثبت، خو ځینې یې ښه ډالۍ نه بولي.
ځینې چې، پاکستان یې نه خوښیږي وایي د کریکټ لوبغاړی د یو ملت رهبر دی، ژر ده لکه پر بېټ چې بال ورکیږي، داسې به دا بېټ پاکستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.
ټرمپ د ګلف لوبې تکړه لوبغاړی دی او زیاتره وخت دا لوبه کوي، معلومات ښیي، ټرمپ تر دوه میلیون زیاتې پیسې پر دغه لوبه لګښت کړی.
عمران خان د کریکټ لوبې غښتلی لوبغاړی تېر شوی او د پاکستان لپاره یې په ۱۹۹۲ کال نړیوال جام د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې ګټلی،خان د پاکستان لپاره په ۸۸ ټېسټ(ازمایښتي)لوبو کې ۳۸۰۷ مجموعي منډې تر لاسه کړي دي،په همدې لوبو کې یې ۱۹۴۵۸ توپونه ګزار کړي، چې ۳۶۲ ویکټې یې هم اخیستي دي.
همدا شان خان په ۱۷۵ یو ورځینیو لوبو کې ۳۷۰۹ منډې اخیستي دي،۷۴۶۱ توپونه یې ګزار کړي او ۱۸۲ ویکټې یې هم تر لاسه کړي دي.
وروسته تر هغې چې پاکستان یې په ۱۹۹۲ کال کې نړیوال اتل کړ،نو یې له کریکټ سره لار جلا کړه او د علمیت حاصلولو سره یې سیاسي مطالعه او اړوند زده کړې هم پیل کړې،چې بیا یې د سیاست ډګر ته راودانګل.
عمران خان د ۲۰۱۸ کال په عمومي ټاکنو کې بریالی شو او دا وخت د پاکستان لومړی وزیر دی.