د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوتْ
د انګلستان په ليګ کي تيره شپه ميډلیکس او سوري لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه ميډليکس لوبډلي وګټله او د توپ وهني پريکړه يې وکړله.
IMG 20190724 065914 د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.
د مجيب الرحمن ميډليکس لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۰ منډي هدف وټاکی.
ايسکينزي ۴، لوبډلمشر ډيويډملان ۱۱۷ او سکاټ ۳۵ منډي وکړلې.
IMG 20190724 065840 د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.
د سوري لوبډلي لپاره ټام کرن ۲ او عمران طاهر يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۲۱۰ منډو هدف په تعقب د سوري لوبډلي پيلوونکو لوبغاړو ښه پيل ونه کړ.
جاکس يوه او فينچ ۹ منډي وکړلې.
وروسته سټونمین ۲۹، پوپي ۴۷ او ټام کرن ۳۱ منډي وکړلې،خو هدف ته يې ځان ونه رسوی.
د ميډليکس لوبډلي لپاره مجيب الرحمن په ۴ اوورونو کي ۲۷ منډي ورکړې او يوه ويکټه يې ترلاسه کړه، همدارنګه حيلم او سوټر دوه دوه لوبغاړي وسوځوله او رولانډ جونز بيا ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
IMG 20190724 070040 د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.
ميډيليکس لوبډلي وکولای سوله چي د ۳۷ منډو په توپير سوري لوبډلي ته ماته ورکړي.
د ميډلیکس لوبډلي لوبډلمشر ډيويډملان په ۷ شپږيزو او ۱۱ څلوريزو وهلو سره چي ۱۱۷ منډي يې وکړلې د لوبي غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
IMG 20190724 065840 1 د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.
تر دې مهاله ميډلیکس لوبډله په ويټلاټي بلاسټ سياليو کي ۲ لوبي کړي او دواړي يې ګټلي د خپل ګروپ د جدول په سر کي ځای لري خو سوري لوبډلي خپلي دواړي لوبي بايللي او د جدول په پای کي ځای لري.